اشرف غني او عبدالله 'ګډه اعلاميه' لاسليک کړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption دواړه نوماندان وايي ‌چې په راتلونکي حکومت کې به په ګډه کار کوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ملي حکومت دجوړېدو لپاره ګډه اعلامیه لاسلیک کړې ده.

که څه هم دغه اعلامیه تراوسه رسنیو ته نه ده ورکړل شوې خو دواړه لوري وايي ‌چې په راتلونکي حکومت کې به په ګډه کار کوي.

د دې تر څنګ دواړه کاندیدان پر دې ټینګار کوي چې د رایو د تفتیش او ارزونې بهیر باید ترسره شي چې د د ټاکنو ګټونکی مالوم شي.

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله دغه څرګندونې په کابل کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره په ګډه خبري ناسته کې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم په خپلو خبرو کې د دواړو لوریو ترمنځ د دغې موافقې لاسلیکول د ټاکنیزو لانجو د حل لپاره یو مهم قدم وباله.

نوموړي وویل: (په هوکړه لیک کې دافغانستان اساسي قانون ته چې امریکا یې پشړ ملاتړ کوي، درناوی شوی. دغه هوکړه پارلماني سیستم نه رامنځ ته کوي او د ولسمشر او د دولت نظام ته تغیر نه ورکوي).

ښاغلي کیري زیاته کړه: (خو د دغه هوکړې له مخې یو نوی اجرایوي پوست رامنځ ته کیږي چې د حکومتوالۍ د اغیزمنتیا لپاره به له ولسمشر سره مرسته کوي).

دا په تیره یوه میاشت کې دویم ځل و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو سره د ټاکنیزو لانجو پر سر خبرې وکړې.

د انځور حقوق AFP
Image caption دا ځل د ولسمشرۍ نوماندانو ژبه د پخوا په پرتله خورا نرمه ښکارېده. د دواړو نوماندانو ټینګار دا و چې د رایو د ارزونې بهیر دې ژر پای ته ورسېږي.

دواړو نوماندانو د ښاغلي کیري په مخ کې داسې اعلامیه لاسلیک کړې چې له مخې به یې دواړه ټاکنیزې ډلې د ملي یوالي حکومت جوړوي او په ګډه به سره کار کوي.

دا ځل د ولسمشرۍ نوماندانو ژبه د پخوا په پرتله خورا نرمه ښکارېده. د دواړو نوماندانو ټینګار دا و چې د رایو د ارزونې بهیر دې ژر پای ته ورسېږي.

اشرف غني احمدزی وايي چې دواړو لوریو هوکړه کړې چې له دې وروسته به پر ټاکنیزو لانجو خبرې نه کوي ځکه په وینا یې ټاکنې پای ته رسیدلې دي.

نوموړي زياته کړه چې د اګست مياشتې تر پايه بايد د رايو د ارزونې پايلې جوتې شي او نوی حکومت باید په کار پيل وکړي.

ښاغلي احمدزي وویل: (موږ د هېواد وضعيت ته په کتو دغه اعلاميه لاسليک کړې او دې پايلې ته رسېدلي يو چې د هېواد د ملي ګټو په پام کې نيولو سره باید په ګډه کار وکړو).

نوموړي زیاته کړه: (موږ نه غواړو چې افغانستان د عراق او سوريې په څېر له ستونزو سره مخامخ شي).

عبدالله عبدالله بیا په خپلو خبرو کې وویل چې له پخوانۍ هوکړې سره سم به د ملي یوالي حکومت جوړوي او هڅه به یې دا وي چې د ستونزو د هوارۍ لپاره په ګډه کار وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل چې له اشرف غني احمدزي سره یې د ملي یوالي حکومت د جوړلو لپاره په لاسلیک کړې اعلامیه کې د ګډ کار لپاره شرایط په ډاګه کړې دي.

نوموړي وویل: (موږ بيا هم ژمنه کوو چې د تخنيکي بهير تر څنګ به د سياسي هغه د پرمخ بېولو لپاره هم هڅې کوو).

دواړو نوماندانو په يوه خوله وويل هغه څه چې په لاسليک شوې اعلاميه کې ځای لري د افغانستان د اساسي قانون او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه دي.

د ملي یوالي حکومت د جوړیدو لپاره د یوې روښانه کړنلارې نشتوالی هغه څه وو چې د ډیرو په باور یې په تیرو څو اونیو کې د دواړو ټیمونو د استازو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې وې.

اوس داسې ښکاري چې ښايي نوې هوکړې تر ډیره دغه ستونزې هوارې کړې وې خو لاهم اوږده لاره په مخ کې شته.

ورته مطالب