پر کونړ ۱۳۳ توغندي توغول شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټپیانو وضعیت ښه ښودل شوی او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي

د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې سیمه کې د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا په یوه اړوند رینجر ډوله موټر کې د مقناطیسي بم چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. د کابل پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي د پېښې په اړه بي بي سي ته وویل:"نن (اګست ۹) د غرمې یوه بجه د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د پښتونستان واټ کې د پولیسو په یوه رنجر موټر کې د یوه نښلوونکي ماین د چاودنې له امله یو تن وژل شوی اوبل ټپي دی ".

له بلې خوا په یوه بله پېښه کې سهارشپږبجې ( اګست ۹) د کابل ښار په ۱۲ ناحیه احمدشاه بابا مېنې په سېمه کې د یوې چاودنې له کبله څلور پوځیان او درې ملکي کسان ټپیان شوي دي. د کابل پولیسو ویاند حشمت ستانکزي وویل: "نن د ملي پوځ ځینې سرتېرې د خپل موټر ته په تمه وو چې د سرک غاړې ماین چاودنه رامنځ ته شوه. په دې پېښه کې څلور تنه د ملي پوځ سرتېري او درې نور ولسي وګړي ټپیان شول د ټپیانو وضعیت ښه دي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي".

کونړ

د انځور حقوق kunar
Image caption کونړ کې ډېری کورنۍ کډه شوې او د ژوند له بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي

د افغانستان ختیځ ولایت کونړ کې ځايي چارواکي وايي، د ډېورنډ کرښې له بلې غاړې د دغه ولایت پر بېلابېلو سيمو له تېرې شپې راهیسې ۱۳۳ توغندي توغول شوي دي.

د کونړ امنیې قومندان عبدالحبیب سیدخیل په وینا دغو بریدونو کې یو کس وژل شوی او کور یې له منځه تللی دی.

د نوموړي په وینا له سیمې نه د دغو بریدونو له کبله د خلکو کوچېدو لړۍ روانه ده هعه وویل: "د پولې له بل لوري پر دانګام ولسوالۍ ۱۳۳ ګوزارونه شوي، چې پایله کې یې یو ۳۵ کلن سړی وژل شوی، کور یې په بشپړه توګه وران شوی او څلور کورنۍ له سیمې کډوال شوي، له دې مخکې اووه کورنۍ له سیمې تللې وې او له هغه مخې ۱۴ کورنۍ له سیمې کډوالې شوې وې".

ورته مطالب