ټاکنو کمېسیون: د رایو ۶ زره صندقونه څېړل شوي

Image caption تر دې دمه شاوخوا ۲۵ سلنه رایې ارزول شوې دي

د ولسمشریزو ټاکنو د دوو ولاړو نوماندو ترمنځ د سیاسي هوکړې په لاسلیکولو ‎سره د رایو د بیا شمېرنې او ارزونې بهیر په ارامه فضا کې مخته ځي.

دواړو نوماندانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کيري په حضور کې د روان اګست میاشتې تر پایه د رایو شمېرنې د ځنډني بهیر پر بشپړولو هوکړه وکړه او د نوي ولسمشر‎ د لوړې مراسم باید پروخت وشي.

تر دې دمه شاوخوا ۲۵ سلنه رایې ارزول شوي دي.

زمزمه نیازۍ خپل رپوټ کې لیکي: د رایو شمېرنې او ارزونې بهیر چې درې اونۍ وړاندې پیل شوی، د داوړو ټاکنیزو ډلو په نه سلا کېدو سره د دغه بهیر چارې له ټکني کېدو او لانجو سله ملې شوی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له تازه سفر وروسته د رایو ارزونې بهیر په امن او ارامه فضا کې مخ ته ځي.

د هغه هوکړه لیک پربنسټ چې دواړو نوماندانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په حضور کې امضا کړ، په دې هوکړه وشوه چې تر راتلونکو دریو اونیو او د روانې میلادي میاشتې تر پایه باید د رایو ځنډېدلی بهیر پای ته ورسیږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور وایي، د رایو شمېرنې او ارزونې بهیر ګړندي کولو لپاره به له هر موجوده امکاناتو کار واخیستل شي.

تیره ورځ ۶۱۸ صندوقونه د څارونکو له خوا وارزول شول، چې له ټول ټال نژدې ۲۳ زرو صندوقونو نه تر دې دمه شاوخوا ۶ زره یې شمېرل شوي.

هره ورځ باید زر صندوقونه وارزول شي که چیرې د رایو شمیرنه په ټاکلي مهال ویش پای ته ورسیږي، افغانستان به د یوه نوي ولسمشر په درلودلو د ناټو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

خو د داوړو نوماندانو استازي یولړ ننګونې مني، خو وايي باوري دي چې له مهال ویش سره سم به د رایو ارزونه پای ته ورسیږي.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړی ګلاب منګل وایي، دا به ستونزمنه وي چې له مهال ویش سره سم کارونه پای ته ورسیږي، خو زیاتوي چې د دواړو ډلو د څارونکو له خوا باید وخت ته ارزښت ورکړای شي چې دا کار د رایو ارزونې بهیر ګړندی کولی شي.

بل خوا د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله هم درې اونۍ وخت کم بولي.

د دغې ډلې غړی امان الله امان وایي، د رایو ارزونې بهیر کې رامنځ ته شوې تخنیکي ستونزې اوس حل شوې او د دواړو ډلو څارونکي پرته له کومې ستونزې کار کوي

له درغلیو د ډکو رایو د باطلېدو لړۍ به هم ډیر ژر پیل شي، چې تر دې دمه یوازې رایې ارزول کیږي .

ټاکل شوې وه د د رایو د بطلان لړۍ هم نن (اګست ۹) پیل شي خو د کارونو د نه بشپړېدو له کبله شاته پاتې شوه.

ورته مطالب