افغانستان د نیویارک پوست ورځپاڼې راپور 'بې بنسټه' وباله

Image caption ظاهر عظیمي په نیویارک پوست ورځپاڼه کې خپور شوی راپور "ټوکې ته ورته خبره" بللې.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د نیویارک پوست هغه راپور بې بنسټه بللی، چې وايي د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې د القاعدې شبکې او طالبانو اړوندو کسانو پراخ نفوذ کړی دی.

دغې ورځپاڼې د "موږ طالبانو ته روزنه ورکوو چې موږ ووژني او افغانستان بېرته ونیسي" په نامه پخپل یوه راپور کې ویلي وو، چې د امریکا پوځي استخبارات په افغان امنیتي ځواکونو کې د طالبانو د ۲۵ سلنې نفوذ په موجودیت اندېښمن دي.

په نیویارک پوست کې دا څرګندونې وروسته تر هغه خپرې شوې، چې څو ورځې مخکې د کابل دفاعي اکاډیمۍ کې یوه افغان سرتېري یو لوړپوړی امریکایی جنرال هارلډ ګرین په ډزو وواژه او د یوه جرمني جنرال او برتانوي پوځيانو په ګډون یې شو شمېر نور کسان ټپیان کړل.

د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي بي بي سي ته وویل: "پرون د ناټو ځواکونو له ویاند سره وغږېدم، چې دا خبره یې ید یوه کس نظر وباله، نه د امریکا د حکومت او ناټو رسمي دریځ".

ښاغلي عظیمي دا هم وویل، چې په نیویارک پوست ورځپاڼه کې خپور شوی راپور "ټوکې ته ورته خبره" ښکاري:

"د امریکا استخباراتي چارواکي، ناټو او افغانستان پر یوه نظر دي، چې په افغانستان کې د ۳۰ او ۴۰ زرو ترمنځ اورپکي شته، اوس څرنګه دا ادعا کېږي، چې ګني په سلو کې ۲۵ افغان امنیتي ځواکونه (چې ۳۵۲ زره کسان کېږي) د طالبانو او القاعدې غړي دي؟ دا ادعا پخپله ځان ردوي".

تر اوسه لا روښانه نه ده، چې د افغان پوځ په لیکو کې ۲۷ کلن محمد رفیق الله څه ډول سړی و، خو افغان امنیتي سرچینې وايي، چې په اړه یې پلټنه پیل شوې ده.

د افغانستان دولت برید کوونکی "ترهګر" بللی و، خو طالبانو ظاهراً دغه برید ستایلی و او برید کوونکی یې یو "بااحساسه کس" بللی و، خو پړه یې پرغاړه وانه خیسته.

د جنرال ګرین تر وژل کېدا یوه ورځ وروسته، په ارزوګان ولایت کې یوه افغان سرتېري خپل شپږ ملګري تر بې هوښه کولو ورسته ووژل او له پوستې یې وسلې او مهات وتښتول.

د انځور حقوق epa
Image caption هارلډ ګرین د ویتنام تر جګړې وروسته د امریکايي پوځ تر ټولو لوی قومندان و، چې افغانستان کې ووژل شو.

نیویارک پوست لیکي: "اوس د امریکا د پوځي استخباراتو وېره دا ده، چې په افغان امنیتي ځواکونو کې د القاعدې او طالبانو ملاتړو نفوذ ۲۵ سلنې ته رسېدلی، دا په دې مانا ده چې موږ په لوی لاس خپلو نژدې ۸۷۵۰۰ دښمنانو ته وسلې ورکوو، او روزنه ورکوو، چې په اسانۍ سره د امریکا استخباراتو ته په اسانۍ ځانونه ورسوي".

دغې ورځپاڼې دا ادعا هم کړې، چې "په افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو نفوذ له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو تګلاره له ګواښ سره مخامخ کړې".

په پام کې ده، چې د روان کال تر پایه د افغانستان ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

وړاندې، ناټو ویلي وو: "که د افغان د ټاکنو ستونزه ژر هواره نه شي او نوى ولسمشر د بهرنيو ځواکونو شتون لپاره تړون لاسليک نه کړي، نو دوى به اړ شي چې له افغانستانه د بشپړې وتنې پرېکړه وکړي".

د ناټو سرمنشي، اندریس فو راسموسن له رويټرز خبرې آژانس سره مرکې کې ويلي "که په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو شتون لپاره قانوني بنسټ نه وي، نو موږ به اړ شو چې د روان ميلادي کال تر پايه له دغه هېواده ووځو".

ورته مطالب