د افغانستان د درغلو رایو باطلېدو لړۍ پیل شوه

د انځور حقوق b
Image caption دغه بهیر به د ناپاکو رايو باطلېدو او د پايلو اعلان ته لار هواره کړي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایو ارزونې له بهیر سره هم مهاله د کلپو یا درغلو رایو د باطلېدو لړۍ پیل کړې ده.

تر اوسه له نژدې ۲۳ صندوقونو څخه تر اتو زرو ډېر صندوقونه ارزول شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، په دې بهیر کې به څرګنده شي، چې کومې رایې باید باطلې شي او د دویم پړاو ټاکنو پایلې به جوتې شي.

د رایو د پایلو راغونډول

د افغاستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رايو د پايلو راټولولو بهير پيل کړی دی.

دغه بهير به باطلې رايې له اعتبار وړ رايو بېلې کړي او د ټاکنو د وروستيو پايلو اعلان ته به لار هواره کړي.

سر له ننه به د رايو د پايلو جدولونه ډيټا بېس (معلوماتي زېرمې) ته اچول کېږي او له راتلونکې اوونۍ د پايلو اعلانول پيلېږي.

بل خوا د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي که د ټاکنو د يوه نوماند وړانديز چې وايي د هر نوماند د رايو ۳۰۰۰ صندقونه دې په ځانګړي ډول وارزول شي ومنل، نو کار به يې سبا پيل شي.

عبدالله ستانکزی خپل رپوټ کې کاږي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون په هغه خونه کې چې د پايلو راټولولو ملي مرکز نومېږي، لسګونه کمپيوټر ايښي او د پايلو ټول جدولونه په اتو پړاوونو کې د دواړو نوماندانو او د ملګرو ملتونو د څارونکو او ناظرينو په شتون کې په دغو کمپيوټرونو کې ثبتېږي.

ټاکل شوې سره له ننه (اګست ۱۴)د پايلو ټول هغه جدولونه چې له ارزونې وروسته ترلاسه کېږي د معلوماتو دغه مرکز کې ثبت شي.

د ټاکنو کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي چې دغه سيستم خورا عصري بولي وايي، اوس له ۸۰۰۰ ډېر صندقونه ارزول شوي او پايلې په کمپيوټرونو کې ثبتېږي.

ښاغلی هوتکي وايي، دا به د ناپاکو رايو باطلېدو او د پايلو اعلان ته لار هواره کړي.

له دې بهير سره جوخت به ولسمشرۍ د دويم پړاو د ټولو رايو ارزونه هم روانه وي.

Image caption تر اوسه د څه باندې اتو زرو صندوقونو رایې ارزول شوې.
Image caption د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، ژر به د دویم پړاو ټاکنو پایلې جوتې شي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وړانديز له مخې چې د ولسمشرۍ يوه نوماند کړی د هر نوماند ۳۰۰۰ هغه صندقونه د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ارزول کېږي چې په اړه يې دواړه نوماندان شک لري.

د کمېسيون چارواکو په وينا اوس د دغه وړانديز په اړه په کمېسيون کې بحثونه روان دي.

د کمېسيون وياند نور محمد نور وويل، که په دې اړه شوي بحثونه وروستي شي او پر ارزولو يې هوکړه وشي، کار به يې سبا پيل شي.

پر همدې مهال افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان د ملګرو له ځانګړي استازي يان کوبيش او د امريکا له سفير سره په کتنه کې ويلي، چې ځای ناستی يې بايد تر راتلونکو ۱۵ ورځو په کار پيل وکړي.

Image caption د رایو ارزونه کې کورني او نړیوال څارونکي بوخت دي.
Image caption څو ورځې وړاندې د رایو ارزونې لپاره د ټیمونو شمېر هم ډېر شو.

ورته مطالب