کندز ته د مرستې په خاطر امنیتي ځواکونه استول شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امنيت د ټينګښت په موخه له کابله اضافي ځواکونه کندوز ته استول شوي

د افغانستان په شمال ختيځ ولايت کندوز کې د نښتو لمن د کندوز ښار دروازو ته رسېدلې او د دغه ولایت يو شمېر اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي.

د حکومت او وسلوالو مخالفينو ترمنځ نښتې له تېرو لسو ورځو راهيسې روانې دي چې په پايله کې يې لسګونه کسان ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د ځايي خلکو په وينا د کندوز ښار شمال، چاردرې، دشت ارچي او امام صاحب څو کلي د وسلوالو لاسونو ته لوېدلي دي.

اوس امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه له کابله اضافي ځواکونه کندوز ته استول شوي دي.

زموږ همکار احمد یما په خپل رپوټ کې لیکي: د کندوز د چاردرې ولسوالۍ شمال او جنوبي سيمو د بېرته نيولو او دغلته د وضعيت کابو کولو په موخه تازه دمي ځواکونه له کابله استول شوي او جګړه روانه ده.

د پوليسو لوړرتبه چارواکو تاييد کړې چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې يې د مخالفينو له لوري د چاردرې څو محاصره شوې پوستې، بېرته خلاصې کړي او اوس د طالبانو په شاتمبولو هڅې روانې دي.

د کندوز د پوليسو وياند سرور حسيني بي بي سي ته وويل، "د چهاردرې ولسوالۍ نه د طالبانو د شړلو په موخه عملیات نن پیل شول". نوموړي وايي، په تېرو ۴۸ ساعتو کې د پولیسو څو پوستې د طالبانو ترمحاصرې لاندې وې چې له کابل نه د راغلو سرتېرو کلابندي پای ته ورسوله.

خو طالبان ادعا لري چې د چاردرې ولسوالۍ د قره قصاب په کلي کې څو پوستې په خپل کنټرول کې لري.

په کندوز کې د جګړو د سختېدو له امله سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوي دي.

په دې ډله کې هغه کس چې کډه يې په يوه ټرېکټر بار کړې او د ښار په لس کيلومترۍ کې د بوزکندهاري له سيمې وځي، وايي،"زما کور وران شو زما پر کو څلور توغندي ولګیدل زه بې ځایه شوم هیچا زما سره مرسته نه ده کړې".

بېځايه شوي د کندوز ښار په شاوخوا کې په سختو شرايطو کې تر خيمو او موقتي پناه ځايونو لاندې اوسېږي.

دوی ته هېڅ ډول مرسته نه ده رسېدلې او دا هم لا روښانه نه ده، چې څوک به ورسره مرسته وکړي.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې فاطمه عزيز په دغه ولایت کې د ناکراريو اصلي لاملونه داسې په ګوته کړل،"چې د کندز ولایت د ډېری اوسیدونکي د ناامنیو له امله خپل کورونه پرېښي".

نوموړې په هېواد کې روان سیاسي کړکېچ او له زندانه د طالبانوخوشې کېدل د دغو پېښو اصلي لامل ګڼي.

په وروستيو څو ورځو کې کندوز د سختو نښتو شاهد و، چې په وروستيو کلونو کې يې ساری نه دی ليدل شوی.

د ښار دننه د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل کېږي او په ټوله کې د دغه ولايت خلک له دغه وضعيت نه اندېښمن دي.

ورته مطالب