احمد ابا ولسوالۍ امنیې قومندان او ساتونکی وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption د دغې پېښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی

د پکتیا ولایت احمد ابا ولسوالۍ امنیې قومندان محمد یعقوب مسعود له یوه ساتونکي سره د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د پکتیا امنیې قومندان زلمی اوریا خیل دغه پېښه تاییدوي. پېښه نن له غرمې وروسته (اګست ۱۴) نژدې ۲ بجې د يادې ولسوالۍ ودانۍ ته نژدې رامنځته شوې ده. د دغې پېښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی. دوې میاشتې مخکې هم پکتیا څمکنیو ولسوالۍ کې ځانمرګی برید شوی و، چې له کبله یې یو سیمه ییز پولیس، دوه امریکایي پوځيان، پنځه د ښوونځي زده کوونکي او دوه وژل شوي وو.

د څمکنیو ولسوال صالح محمد احساس بي بي سي ته هاغه مهال ویلي و، په برید کې ۱۶ افغانان ټپیان شوي، چې زده کوونکي او ښاریان هم په کې شامل دي او پنځه امریکايي سرتېري ټپیان شوي. ایساف منلي و، چې په برید کې د دوی دوه سرتېري وژل شوي.

اوریاخېل ویلي وه، چې په برید کې ۲۵ کسان ټپیان شوي، چې دوه په کې امریکايي پوځيان، یو افغان سیمه ییز پولیس او نور د ښوونځي زده کوونکي دي. احمد اباد ولسوالۍ د پکتیا مرکزي ښار ګردیز ته تر ټولو نژدې پرته ولسوالۍ ده.

ننګرهار

بل لور ته نن (اګست ۱۴) کهیځ مهال د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د پولیسو پر یوه رینجرز ګاډي بمي چاودنه کې ۲ پولیس ټپیان شوي دي.

د ځايي چارواکو په وینا پېښه د جلال اباد ښار په چهل متره سرک سیمه کې نن ګهیځ (اګست ۱۴) نژدې ۹ بجې وشوه.

له دې مخکې د یاد ښار په روښان مېنه سیمه کې د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي د امنیتي ځواکونو له لوري خنثا شول.

د دواړو پېښو مسوولیت دم ګړۍ چا پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته مطالب