پروان کې د امریکایانو بمبارۍ درې پولیس وژلي

Image caption د ولسي وگړو مرگ ژوبله تل د کابل او واشنگټن ترمنځ د ناندرۍ يو ټکى پاتې شوى.

د افغانستان پلازمېنې کابل په شمال کې د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د امریکايي پوځ یوه هوايي برید کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د پروان والي ویاند وحید صدیقي بي بي سي ته په دې اړه وویل:

''پرون امریکايي ځواکونه د پروان ولایت غوربند سیمې ته د طبي مرستو لپاره تللي وو او له معمول سره سم یې هوا کې الوتکو هم ملګرتیا کوله. کله چې دوی د سیمې یوه غره کې د محلي پولیسو پوسته ولیده، پرته له دې چې معلومه کړي، دا وسله وال طالبان نه، بلکې محلي پولیس دي، برید یې پرې وکړ او د دغه برید نتیجه کې درې محلي پولیسو ژوند له لاسه ورکړ او یو بل ټپي شو.''

د روان کال جنورۍ کې امریکايي ځواکونو د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې بمباري کړې وه، چې لږترلږه ۱۴ ولسي وګړي یې وژلي وو.

او د تېر جولای پر اتمه، د افغانستان پلازمېنې کابل په شمال پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې ځانمرګي برید لږترلږه ۱۶کسان وژلي وو.

په وژل شویو کې لس ولسي وګړي، څلور بهرني سرتېري او دوه افغان پولیس وو.

د ولسي وگړو مرگ ژوبله تل د کابل او واشنگټن ترمنځ د ناندرۍ يو ټکى پاتې شوى.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې پېښه کې د دوی هېڅ کوم ملګری نه دی وژل شوی، بلکې ټول وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي.

په ډار ځړول

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت کې طالبانو پنځه کسان په ډار ځړولي دي.

د هلمند چارواکي وايي دغه کسان د هلمند پهه کجکي ولسوالۍ کې په دار ځړول شوي.

د انځور حقوق
Image caption وسلوال طالبان زیاتوي دغه کار یې له بشپړو پلټنو او څېړنو وروسته کړی.

چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو دغه کسان له حکومت سره د همکارۍ په تور زندۍ کړي.

خو وسلوال طالبان بیا وایي چې دغه کسان یې د سړي تښتولو په تور په دار ځړولي.

وسلوالو طالبانو په خپله وېبپاڼه کي لیکلي چي دغه کسانو څو ورځې وړاندې د اروزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ څخه د حاجي حسن هزاره په نوم یو کس د پیسو د ترلاسه کولو په موخه تښتولی و.

طالبانو ویلي، تورن کسان د هلمند وو، چې د کجکي په ګندم ریز سیمه کې په دار وځړول شول.

وسلوال طالبان زیاتوي دغه کار یې له بشپړو پلټنو او څېړنو وروسته کړی.

ورته مطالب