'ملي یووالي' حکومت کې طالبان او حزب هم در ګډ کړئ

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption وشمېر نورو قومي مشرانو وویل دوی ته د ملي یووالي په نامه د ایتلافي حکومت جوړول د منلو وړ نه دي.

د لوی کندهار قومي مشران او مخور وایي که د ملي یووالی حکومت په نوم ایتلافي اداره په هېواد کې رامنځته کېږي، حزب اسلامي او وسلوالو طالبان هم باید په کې ځای شي.

پر همدې پلمه، د کندهار پر سلګونو قومي مشرانو سربېره د هلمند، اروزګان او زابل قومي مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې راغونډ شوي وو.

کندهار کې زموږ همکار مامون درانی پخپل راپور کې وايي، د کندهار د ولایتي شورا غړی نعمت خان شیردلي وايي، هغه کس غواړي چې په لوی اکثریت په ټاکنو کې بریالی شوی:

''که ایتلافي حکومت جوړیږي نو په دې هېواد کي نورې ډلې هم شته، طالبان هم ددې وطن خلک دي، ګلبدین حکمتیار هم باید پکې شامل شي''.

خو یوشمېر نورو قومي مشرانو وویل دوی ته د ملي یووالي په نامه د ایتلافي حکومت جوړول د منلو وړ نه دي.

د زابل د خلګو استازی عبدالسلام راکټي د خپل خبرو پر مهال وویل، کلی هغه مهال خرابیږي چې ملکان یې دوه شي:‎

''دا ملک په یوه کس پورې محدود نه دی، بلکې د ټولو افغانانو دی، هغوی چې وسلوال دي او له موږ سره جنګېږي، هغوی چې پر کورونو بې برخې ناست دي د ټولو حق دی، طالبانو ته دې هم بلنه ورکول شي او هم دې حزب اسلامي راوبلل شي، بیا دې یو ملي حکومت جوړ کړي''.

له هلمنده راغلي یوه قومي مشر حاجي احمد خان د خپلو خبرو پرمهال وویل، ایتلافي حکومت ددغه هېواد په ګټه نه دی، چې په وینا یې تېرې درې لسیزې زموږ لپاره یو ښه درس و.

د غونډې یوشمېر برخوالو ویل چې نور دوی ته په دغه هیواد کې په ځانګړې توګه په سوېلي حوزه کې روان وضعیت د منلو وړ نه دی؛ ځکه چې هره میاشت ددغې سیمې ۶۰۰ کسان په بېلابېلو نومونو وژل کېږي، خو په اصل کې ټول افغانان دي.

د کندهار د ولایتي شورا غړي رحمت الله خان اڅکزي ګوته څنډنه وکړه که د لوی کندهار د مشرانو غوښتنې چې د یوه مشروع حکومت رامنځته کول دي، و نه منل شي، نو دوی به د طالبانو ملاتړ وکړي:

''زه له دواړو نوماندانو غوښتنه کوم که زموږ غوښتنې و نه منل شي، نو ټول خلک به وسلوالو ته مخ وکړي''.

د لوی کندهار د قومي مشران څرګندونې ښایي د بلخ د والي عطاء محمد نور د هغو څرګندونو په ځواب کې وي چې څو ورځې وړاندې یې ویلي وو، که د ټاکنو پایلې سمې نه وي، نو په ملي پاڅون به لاس پورې کړي.

ورته مطالب