د کرزي ۱۳ کلنه واکمنۍ کې د خپلواکۍ کمرنګه شوی جشن

د انځور حقوق b
Image caption د تېرو کلونو مودې کې د خپلواکۍ جشن د پراخو مراسمو لړ کې لمانځل کېده، خو د وروستیو کلونو بهیر کې کرار کرار دغه مراسم کمرنګه شول.

د خپلواکۍ جشن لمانځلو په پلمه د عیدګاه جومات څېره سیمې ته ولاړم،‌ خو لومړی مې سترګې پر یوې لویې لوحې ولګېدې،‌ چې پرې لیکل شوي وو (د افغانستان د خلکو د جهاد شلمه کلیزه مو مبارک شه).

‌په دې سره راته جوته شوه چې حکومت سږ کال هم په دغه ځای کې د خپلواکۍ د جشن لمانځلو لپاره چمتووالی نه لري.

د دفاع وزارت ته وخوځېدم.‌ هلته د افغانستان ډېر بیرغونه،‌ د غازي امان الله خان انځورونه،‌ او د لسګونو نورو هغو سیاسي مشرانو او حکومتي چارواکو انځورونه مې تر سترګو شول، چې د تېرو څو لسیزو په جګړو کې وژل شوي.

‌د ولاړ څلي په یوه خوا کې د غازي امان الله خان انځور او بل لوري ته د حامد کرزي انځورونه لګول شوي وو.

د دفاع وزارت له ویاند، ظاهر عظیمي نه مې سږ کال د خپلواکۍ د جشن د نه لمانځلو د بې غورۍ په اړه وپوښتل،"د غويي اتمه او د زمري ۲۸ د افغانستان د خلکو لپاره دوې تاریخي ورځې دي.‌ په یوه ورځ د وخت شوروي اتحاد،‌ چې په ټولو پرمختللو پوځي وسلو سمبال و،‌ ماتې وخوړه او په پله ورځ افغانانو انګریزان مات کړل او خپلواکي یې وګټله.

‌شاید ناامنۍ او د جشن ډېر لګښتونه د دې لامل شوي وو چې د تېر په څېر په پراخه کچه دغه جشن ونه لمانځل شي. موږ د حکومت له امر سره سم کار کوو،‌ او پرېکړه همدا ده چې د خپلواکۍ پنځه نوي یم جشن د ګلانو د ګېډیو په اېښودو ولمانځو".

خو د کابل کهنه فروشۍ کوڅه کې اتیا کلن سپین ږیري حاجي مقبول راته وویل:

"د ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال مې د ځوانۍ په ورځو کې د خپلواکۍ د جشن لمانځل ښه په یاد دي.‌ پوره اوه ورځې او شپې به د خپلواکۍ جشن لمانځلو سیمې ته تلو،‌ نڅاګانې او خوشحالۍ به مو کولې.‌ هغه وخت خلک ډېر ارام وو،‌ نه د توپ غږ و او نه د الوتکې،‌ اوس امریکايي الوتکې له پاسه بمباري کوي او پر ځمکه هم هره ورځ چاودنې او ځانمرګي بریدونه وي. کوم جشن؟‌ ایا په وږي نس او نارامه ذهن جشن ولمانځو؟‌".

په ۱۹۱۹ کال کې له انګریزانو د غازي امان الله خان په لاس د خپلواکۍ تر اخیستو وروسته د عیدګاه جومات ته څېرمه څلورلاری او د غازي سټډیم شاته به د خپلواکۍ د جشن لمانځلو سیمې سینګارېدې.‌

په تېرو څو لسیزو کې د امان الله خان له واکمنۍ وروسته د نادر شاه او ظاهر شاه د شاهي نظام تر راتلو او د سردار محمد داود خان د جمهوریت تر جوړېدو او بیا ان د طالبانو د اسلامي امارت تر رامنځ ته کېدا پورې په همدې سیمه کې د خپلواکۍ جشن لمانځل کېده.‌

د مجاهدینو د واکمنۍ په پنځه کلنه دوره کې د خپلواکۍ هېڅ جشن ونه لمانځل شو، بلکې پرځای یې د غويي اتمه، کابل ته د مجاهدینو د داخلېدو ورځ ولمانځل شوه.

د افغانستان د خپلواکۍ د جشن لمانځل کال تربله ورو ورو د کمرنګۍ په حالت کې دي، چې بالاخره د حامد کرزي د دیارلس کلنې دورې پرمهال بیخي د هېرېدو له ګواښ‌سره مخامخ دي،‌ چې ایله اوس د دفاع وزارت د ودانۍ د ننه د ازادۍ پر څلي د ګلانو د ګېډیو اېښودو په مراسیمو لمانځل کېږي.

د افغانستان د خپلواکۍ لمانځلو پر ورځ به دغه څلورلاری د موټرو پرمخ تړل کېده،‌ د مراسمو پیل کې به د ملي اردو سرتېري د حکومتي چارواکو او مېلمنو مخې ته تېرېدل.‌ د جشن او رسمي مراسمو حال به پر ملي تلوېزیون او ملي رادیو په ژوندۍ بڼه خپرېده.

‌نجونو او هلکانو زده کوونکو او محصلینو به د خپلواکۍ جشن کې پراخ ګډون درلود،‌ چې تر ډېره به د روزنیزو مرکزونو زده کوونکو او محصلینو برخه پکې لرله.

‌سیمه ییزو خلکو به له تورو،‌ او هندوانو به په لرګینو لوبو جشن ته لا ښکلا ورکوله،‌ له ولایتونو کابل به لوبغاړي د سټیج مخې ته تېرېدل.

‌په پوځي برخه کې به ټانکونه، توغندي او بېلابېلې سپکې او درنې وسلې او روسي جوړ هوايي ضد درنې وسلې نندارې ته وړاندې کېدې،‌ او پر سر به یې جیټ الوتکې او نورې پوځي چورلکې چورلېدې.

‌‌‌په ۱۹۱۹ کال کې تر خپلواکۍ اخیستو وروسته،‌ افغانستان له ډېرو لوړو او ژورو تېر شوی،‌ مستقیم او غیر مستقیم تېري ورباندې شوي،‌ د کورنیو جګړو په اور کې سوځېدلی،‌ چې لاهم د امریکا او ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو په شتون کې دیارلس کلنې جګړې ډېرې کورنۍ د ویر په ټغر کښېنولې.‌

خو هغه کسان چې دغه جشن جوړوي، چې ډېره ونډه پکې د سیاسي ګوندونو،‌ سیاسي او مدني ټولنو او بنسټونو ده، وايي چې ددغې ورځې لمانځل له یوې خوا د هغو نومیالیو یاد بیا تازه کول دي، چې د خپل هېواد په مینه یې د ازادۍ لپاره ځانونه قرباني کړي، او له بل اړخه د دوی مېړانه او زړورتیا د هېواد د راتلونکي نسل لپاره یوه داسې بېلګه کېدای شي، چې افغانان یوځل بیا د خپلواکۍ پر اصلي مفهوم پوی شي او په دې هېواد کې یوځل بیا په سوله ییزه فضا،‌ ارامۍ او خوشحالۍ کې ارامه ساه واخلي.

ورته مطالب