"سیاسي هوکړه به ژر لاسلیک شي"

د انځور حقوق us embassy
Image caption ښاغلي ذکي وویل چې دواړه کاندیدان به راتلونکې اونۍ هم یو بل سره وویني او د سیاسي بهیر په اړه به خبرې وکړي.

د تحول او دوام ټیم ویاند فیض الله ذکي ویلي چې د دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله دریځونه یوه بل ته خورا نژدې دي او ژر به د دواړو تر منځ سیاسي موافقه لاسلیک شي.

نوموړي ویلي چې د نن له څرګندونو یوازې خپله د عبدالله عبدالله خبرې د هغه د ټیم رسمي دریځ بولي او ځوب یې وايي.

ښاغلي ‌ذکي وویل چې دواړو نوماندانو په دوستانه او صمیمانه ډول یو بل سره ولیدل او د اصلي مسایلو او اوسني وضعیت په اړه یې بحثونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دواړه کاندیدان به راتلونکې اونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځ هم یو بل سره وویني او د سیاسي بهیر په اړه به خبرې وکړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو رایې تر اوسه ۶۰ سلنه ارزول شوي او شمارل شوې دي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله وایي چې د رایو د بیا شمېرنې او ارزونې پر بهیر باوري دی.

نوموړي چې خپلو پلویانو ته په وینا کې یې ځان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی باله، وویل چې د ملي یووالي ‎حکومت جوړولو لپاره له اشرف غني احمدزي سره یې خبرې روانې دي.

د عبدالله عبدالله دویم مرستیال محمد محقق هم خپل ټیم ګټونکی اعلان کړ او ويې ویل چې د اجراییوي مشر څوکۍ یې له ډېرو صلاحیتونو سره د اشرف غني ډلې ته سپارلې.

د اصلاحاتو او همپالنې ډلې غړي او مینه وال په کابل کې تر دې شعار لاندې چې "د افغانانو د رایو ملاتړ کوي" سره جرګه شوي وو.

ډېرو غړو يې پخپلو خبرو کې دا ډله د ټاکنو د پایلو ګټونکې ووبله، خو عبدالله عبدالله وایي له ټاکنیزو لانجو سره سره، د رایو د ارزونې پر بهیر باوري دی.

نوموړی وایي لا هم د تحول او تداوم له ډلې سره د ملي یووالي د حکومت په جوړولو خبرې کوي، خو ځان د لومړي او دویم پړاو ټاکنو ګتونکی ګڼي.

ښاغلی عبدالله وایي دا چې له خپلې سیالې ډلې سره د ملي یووالي حکومت پر سر خبرې کوي، پښېمانه نه دی.

د ټاکنو کمیسیون وایي تر دې دمه یې له ټول ټال ۲۳ زرو صندوقونو نه ۶۰ سلنه شمېرلي دي.

ورته مطالب