سږکال له خبریالانو سره ۶۰٪ تاوتریخوالی ډېر شوی

Image caption یاده اداره په دې اند ده، چې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي کچې لوړېدو رسنۍ اندېښمنې کړې دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب اداره وايي، د روان ۲۰۱۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله له خبریالانو سره د تاوتریخوالي کچه ۶۰٪ ډېره شوې ده.

دغه کمیټه وايي، د روان کال له پیله له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۶۸ پېښې ثبت شوې، چې پنځه یې د وژنې او نورې د لفظي، فزیکي شخړو او نورو ګواښونو دي.

سرچینه وايي، سږ کال له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښو ۶۳٪ افغان چارواکي، امنیتي ځواکونه او حکومت کې د ننه زورواکان، ۱۷ سلنه نامالوم کسان او ۱۱ سلنه طالبان ددغو پېښو عاملین دي.

یاده اداره په دې اند ده، چې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي کچې لوړېدو رسنۍ اندېښمنې کړې دي.

دغه اداره وايي، د‎ تېر ۲۰۱۳ کال کې لومړیو شپږو میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې ۴۱ وې.

ددغې کمېټې یوه غړي عبدالقدیم ویاړ خبریالانو ته وویل: ''په افغانستان کې مېشت بهرني خبریالان تر ډېره په څېړنیزه برخه کې کار کوي او په دې کې دوی ځانګړی مهارت لري، کله چې دوی له افغانستان نه وځي، نو افغانستان له نړیوالې ټولنې ګوښه کېږي، چې دا کار پر نورو پراختیايي او پرمختیايي برخو منفي اغېز کوي''.

دغه کمېټه وايي، له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د پېښو اصلي لامل ناامنۍ، د قانون نه عملي کېدل او د تاوتریخوالي د عاملینو معافیت شمېرل کېږي.

د افغانستان په قوانینو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملینو ته د محاکمې او سزا ورکولو هېڅ قانون نه شته.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په تېرو ولسمشریزو او د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې رسنیو ښه فعالیت وکړ، خو د امنیت نشتوالی د ځینو مالوماتو پر وړاندې په کاري ډګر کې خنډونه جوړ کړي وو.

د سږ کال لومړیو کې دغې کمېټې ویلي وو، سږ کال د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی کم شوی خو بیا هم وسله وال طالبان او نورې وسله والې ډلې او زورواکان د خبریالانو په ځورولو کې په ټېټه کچه ښکېل بلل شوي دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د نړیوالو بنسټونو په مالي همکارۍ له تېرو دوو کلونو راهیسې فعالیت کوي چې وايي په ټولو ولایتونو کې د خبریالانو پرضد د تاوتریخوالي د پېښو ثبتولو او ارزولو لپاره کارکوونکي لري.

۲۰۱۲ په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو ډېر خونړی کال ښودلی شوی و.

د انځور حقوق httpajsc.afpa
Image caption د افغانستان په قوانینو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملینو ته د محاکمې او سزا ورکولو هېڅ قانون نه شته.

ورته مطالب