هرات کې د سره صلیب کارکوونکي خوشي شول

Image caption نړیوال سور صلیب له ۱۹۸۷ کال راهیسې افغانستان کې فعالیت کوي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، په هرات کې یې هغه پنځه کارکوونکي خوشي شوي، چې څو ورځې وړاندې تښتول شوي وو.

سور صلیب په یوه اعلامیه کې وايي، دغه کارکوونکي یې له هېڅ قید او شرط پرته خوشي شوي دي.

د روان اګست پر ۱۴ په هرات ولایت کې د سره صلیب پنځه کارکوونکي وتښتول شول.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې مونيکا زناریلی وویلې: "زموږ پنځه تنه کارکوونکي خوشي شول، دوی روغ جوړ دي او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي، چې موږ ته تر ټولو مهمه وه".

نوموړې وايي: "موږ په افغانستان کې د جګړې له امله اغېزمن شویو وګړو سره د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ژمن پاتې کېږو. یو ځل بیا موږ په ټول هېواد کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بشري کارونو د لا درناوي غوښتنه کوو. زموږ کارکوونکي بايد پرېښوول شي، چې په خوندي ډول کار وکړي. "

دا کار کوونکي هغه مهال وتښتول شول، چې دوی جګړه ځپلو خلکو ته د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې مرستې رسولې.

څو ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د هلو ټرسټ مؤسسې ځینې کارکوونکي هم تښتول شوي وو.

تېره میاشت د "هلو ټرسټ" په نامه د ماین پاکۍ د یوې مؤسسې ځینې کارکوونکي وسله والو په هرات کې تښتولي وو، چې د پولیسو په مټ بېرته خوشي شول، خو وسله والوشپږ ماین پاکان ووژل.

په وروستیو کې د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت ناامنه شوی، چې د ناامنیو په تازه پېښه کې د روان اګست پر پنځمه څلور ولسي وګړي د بهرنیو ځواکونو په یوه برید کې ووژل شول.

تر برید وروسته سلګونو کلیوالو اعتراض وکړ.

ورته مطالب