بي بي سي ولې چا ته "ترهګر" نه وايي؟

داعش د انځور حقوق Reuters
Image caption پر بي بي سي نیوکه کېږي، چې د اسلامي دولت (داعش) ډلې ته ولې 'ترهګر' نه وايي.

د بي بي سي د مینه والو له خوا تل دا پوښتنه رامنځ ته کېږي، چې ولې موږ د هغو کسانو او ډلو لپاره د "ترهګر" توری نه کاروو، چې تاوتریخجن کارونه کوي.

دا پوښتنه وروسته تر هغه ډېره مطرح شوه، چې "اسلامي دولت" (مخکني داعش) ډلې د عراق ډېرې برخې ونیولې او د سر غوڅولو په شمول یې د خپلو مخالفانو له منځه وړلو کارونه پیل کړل. زه هڅه کوم چې په دې لیکنه کې د بي بي سي تګلاره په ډاګه کړم.

تر هرڅه مخکې غوره دا بولم چې د یوې نړیوالې رسنۍ په توګه د بي بي سي د ټولو څانګو سیاست یو شان دی. په دې اړه د بي بي سي تګلاره په مفصل ډول په ایډیټوریال لارښود کتاب کې راغلې ده، چې د بي بي سي د ټولو برخو او ژبو لپاره یو ډول ده.

زموږ (بي بي سي) اصلي دنده د دقیق، بې پرې او له کمونې او زیاتونې پرته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د رامنځ ته کېدونکو پېښو په اړه راپور ورکول دي. له تېرو څه باندې نوي کلونو راهیسې بي بي سي خپرونې لري چې د نړۍ له معتبرو رسنیو ګڼل کېږي.

په نړیواله کچه د بي بي سي مخاطبین او مینه وال نژدې دوه سوه او پنځوس میلیونه کسان دي دغه مینه وال ځکه بي بي سي ته مراجعه کوي، چې بي بي سي یې د هېوادونو او د اړوندو پېښو په اړه غوره درک لري. خو هغه مخاطبین موږ ته مراجعه نه کوي، چې موږ سیاسي درس ورکوو او یا ورته ووایو چې کومه ډله ښه ده او که بده ده یا کوم دولت بد دی. دا د رسنۍ ایډیالوژیک کار دی.

د "ترهګر" توری ډېر پېچلی مفهوم لري چې ډېر احساسات راپاروونکی هم دی او سیاسي اړخونه لري. معمولاً په قاموسونو کې د "ترهګر" توری د "سیاسي هدفونو لپاره تاوتریخوالی کول" معرفي شوی، چې په هېڅ ډول دا یو جامع او مانع تعریف نه شي ګڼل کېدای.

ملګرو ملتونو څو ځلې هڅه کړې ده چې د ټولو خوښ یو تعریف وړاندې کړي، چې لا تر اوسه په دې کار نه دي توانېدلي.

د دې کار ستونزه دلته ده چې زیاتره حکومتونه خپلو مخالفانو ته ترهګر ځکه وايي، چې د هغوی د ځپلو لپاره دلیل پیدا کړي. خو هېڅ کومه ډله ځان ته ترهګر نه وايي. زیاتره وخت هغه ډلې چې حکومتونه یې ترهګرې بولي، تر ډېره خپل ځان او د ملاتړو له خوا د ازادۍ غوښتونکي بولي. د بېلګې په توګه، په ایران کې د شاه حکومت د خلق چریکي فدايي سازمان ترهګر باله، خو دغه ډله وايي د ایران د خلکو د ازادۍ لپاره مبارزه کوي. یا حماس د لوېدیځو هېوادونو او اسرائیلو لخوا یو ترهګر سازمان بلل کېږي، ځکه چې د دوی په وینا له کوم هدف پرته پر اسرائیلو توغندي توغوي، چې شاید له کبله یې ولسي وګړي ووژل شي، خو د غزې یا د ایران د دولت له لیدلوري حماس د "صهیونستانو له منګولو" د اشغال شویو سیمو د ازادۍ لپاره مبارزه کوونکې ډله ګڼل کېږي.

بل خوا، شاید نن د حکومت له خوا یوه ډله ترهګره وګڼل شي، خو سبا یې د سیاسي دلایلو له کبله نظر بدل شي. یوه ښکاره بېلګه یې د آیرلنډ د جمهوریت غوښتونکو پوځ دی، چې د برتانیا دولت تر اوږدې مودې پورې ترهګر ورته ویل، خو اوس په شمالي آیرلنډ کې له هغوی سره همکاري کوي.

یوه بله څرګنده بېلګه یې نېلسن منډېلا دی، چې د آغلې تاچر دولت د جنوبي افریقا له دولت سره د نژاد پرستۍ ضد مبارزه کې هغه ترهګر باله، حال دا چې د نړۍ د خلکو له خوا هغه د ازادۍ اتل و. یا امریکا تل د ایران اسلامي دولت په نړۍ کې د ترهګرۍ یو لوی ملاتړی معرفي کوي، خو اوس په عراق کې له اسلامي دولت سره د مبارزې لپاره له ایران سره همکاري وکړي.

دا چې بي بي سي د برتانیا یوه رسنۍ ده، هېڅکله یې نه د آیرلنډ جمهوریت غوښتونکي پوځ ته ترهګر ویلي اونه یې منډېلا ته د ترهګر خطاب کړی.

بي بي سي پر دې باور ده، چې د کوم کس یا ډلې لپاره د "ترهګر" توری کارول نه یوازې د پېښو په غوره درک کولو کې مرسته نه کوي، بلکې شاید د مخاطبینو ذهنونه لا نور ګډوډ کړي. خو د دې توري نه کارول په دې مانا نه دي، چې ګني موږ د ترهګرۍ له شتون انکار کوو، یا دا چې د ترهګرۍ او وحشیانه او غیر انساني کړنو پر وړاندې خپل اخلاقي لید شنډ بولو، او یا له هغو کسانو سره ځان نژدې بولو، چې له ترهې ډک دغه جنایتونه کوي.

بي بي سي دا خپله دنده بولي، که چېرې کومه جنایتکاره ډله یو جنایت کوي، هغه په چټکۍ، دقت او بشپړو او مسؤولانه ډول راپور کړي، خو په اړه یې قضاوت مخاطبینو ته پرېږدي. هغه وخت زموږ کار ستونزمن کېږي، چې ترهګریز جنایتونه راپور نه کړو. موږ یوازې دا ټینګار لرو چې قضاوت ونه کړو. که چېرې موږ د یوه جنایت په اړه راپور ورکوو، زموږ کار د یوې رسنۍ په توګه ترسره کېږي، او نور لازم نه دي چې د جنایت کوونکو لپاره یو ډول خاص ډول طرف کې واقع کېدونکي توري وکاروو.

موږ باید دقت وکړو چې د یوې نړیوالې رسنۍ په توګه د ځانګړو تورو کارول زموږ باور ته زیان ونه رسوي. موږ د ترهګر په شان ‎ د یوه جانبه توري کارولو پر ځای د "بم چوونکي"، "وسله وال" او "سړي تښتوونکي" په څېر یو څه شنډ شوي توري وکاروو. موږ باید هغه توري ونه کاروو، چې دوه ښکېلې ډلې یې یو بل ته کاروي. موږ باید احساساتي نه شو، او د پېښو په اړه په داسې ډول راپور ورکړو چې له خپلو مینه والو او مخاطبینو سره همکاري وکړو، قضاوت دوی ته پرېږدو، چې ایا کوم ډول کسان ترهګر دي.

بي بي سي ټولې نړۍ ته پروګرامونه خپروي او په نړۍ کې سلګونه داسې ډلې شته چې د دولتونو پرضد جنګېږي او موږ په دې موقع کې نه یو چې هره یوه ډله وارزوو او هرې یوې ته یو آدرس وټاکو. هغه څه چې په غزه، سوریه او کردستان کې رامنځ ته کېږي، موږ یې په اړه راپور ورکوو، او زموږ مخاطبین ددغو ډلو د اعمالو په اړه قضاوت وکړي. د نفیسې، ژیار، کامبیز او مهرداد په څېر زموږ ځینې همکاران د واقعیت په اړه راپور ورکولو ته آن ځان په خطر کې هم اچوي، خو تل پر دې ولاړ دي چې خپل احساسات یوې خوا ته پرېږدي او خپل مسلکي کار سرته ورسوي.

زموږ دنده د خپلو مخاطبینو د زړونو ښه کول نه دي، بلکې دوی خبرول دي.

که چېرې موږ بي بي سي د ترهګر په څېر توري وکاروو، په حقیقت کې سیاسي طرف واقع کېږو چې یو طرفه کېدل کاملاً د بي بي سي د رسنیزې تګلارې خلاف کار دی. شاید زموږ ځینې مینه وال دا استدلال وکړي چې په عراق کې د مخالفانو د سرونو غوڅولو په څېر د اسلامي دولت ډلې کړنې ښکاره دي، چې یو ډاګیز ترهګریز عمل دی، چې اګر مګر پکې نه شته. یا دا چې کومه ډله یوه وړکتون ته بم ورغورځوي، دا کار له شک پرته یو ړوند ترهګریز عمل دی.

خو بي بي سي په داسې ډول مواردو کې هم د ترهګر له توري کارولو ډډه کوي. بي بي سي په دې باور ده چې لومړی که چېرې موږ دغه جنایتونه وښیو، زموږ مخاطبین پوره لید لري او کولی شي چې وګوري دا یو ترهګریز عمل دی، خو داسې نورې کړنې هم شته چې شاید په اړه یې تصمیم نیول په دا ډول اسانۍ سره نه وي.

بل خوا، د بي بي سي د خبري پروګرامونو یوشان کېدل او همغږي ډېره مهمه ده. مثلاً، داسې وانګیرئ چې موږ په یوه خبري بولټین کې د لندن یوه بس کې بم اېښودونکي ته ترهګر وویل، خو هغه څوک چې د تل ابیب په یوه هوټل کې ځان چووي، ځانمرګی برید کوونکی وبولو، شاید زموږ مخاطبین وپوښتي چې دا دواړه کړنې کاملاً یو شان دي، موږ ولې دوه بېلابېل توري ورته کاروو.

د ترهګر توري پېچلتیاوو ته په کتو او ډډې کولو سره، بي بي سي غوره بولي چې په سیاسي قضاوت کوونکو کې له یو طرف واقع کېدو ډډه وکړي او د یوې دقیقې، بې طرفې او نړۍ شموله رسنۍ په توګه او د خپل باور ساتلو لپاره یې ټینګار دا دی چې د ترهګر توري له کارولو ځان لیرې وساتي.