ننګرهار کې ځانمرګي برید امریکايان په نښه کړي

د انځور حقوق Reuters

د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار په سوېل کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان د موټر بم چاودنې پایله کې شپږ امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند احمد ضیا عبدالزي په وینا پېښه د رینګ روډ سیمه کې رامنځته شوې او وايي ټپیان شوي پوځیان د ایساف په چوکاټ کې امریکايي پوځیان دي.

د عبدالزي په وینا پېشه کې ملکي خلکو ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ننګرهار کې ځانمرګي برید شپږ امریکايي پوځيان وژلي.

ننګرهار د افغانستان په ختيځ کې نسبتاً نارامه ولایت دی، چې د ډیورنډ کرښې د پولې هاخوا له ځینو ناامنه قبایلي سیمو سره ګډه پوله لري.

په تېر جولای کې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو یو لوی برید په شا وتمبول شو.

افغان چارواکو ویلي وو، چې په دې برید کې تر شپېتو ډېر وسله وال او شپږ افغان پولیس ووژل شول.

وړاندې داسې اندېښنې وې، که چېرې حصارک ته نور ځواکونه وانه ستول شي، شاید له سقوط سره مخامخ شي.

مخکې وسله والو طالبانو په هلمند او کندهار ولایتونو کې هم ورته بریدونه کړي وو، چې دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته مطالب