د غور موټر سایکل او موټر چلوونکې مېرمنې

د انځور حقوق b
Image caption انجیلا شریفي د غور د له هغو زړه ورو میرمنو څخه ده چې په غور کې موټر چلوي

په افغانستان کې د ښځو له خوا د موټر چلولو کلتور تر اوسه چندان نه دی دود شوی خو د دغه هېواد په مرکز، یو شمېر لویو ښارونو او وروسته پاتې ولایت غور کې، د دې ترڅنګ چې یو شمېر ښځې موټر چلوي یوه داسې میرمن هم شته چې لرې ولسوالیو ته هم د موټرسایکل په وسیله سفر کوي.

د غور مرکز چغچران کې د ښځو له خوا د موټر د چلولو تصور هم سخت دی خو دا تصور هغه مهال بدلیږي چې څوک نوموړي کوچني او بیوزله ښار ته سفر وکړي.

دلته په دې دودیزه ټولنه کې د ښځینه چلوونکې شتون عادي خبره ده.

انجیلا شریفي د غور د ولایتي شورا غړې له هغو پنځو میرمنو څخه یوه ده چې په غور کې موټر چلوي.

نوموړې وایي، په غور کې د کلتوري او ټولنیزو حالاتو د بدلولو په موخه یې هڅې کړې او دې هلو ځلو ته به دوام ورکوی.

نوموړې وایي: "په غور کې تاسو وینئ چې کلتوري او امنیتي ستونزې ډیرې دي خو بیا هم ما جرات کړی. او موټر چلوم د دې لپاره چې نورې میرمنې هم دا زده کړي. هره ښځه کولی شی چې د موټر چلول زده کړي او هیڅ ستونزه ونلری".

میرمن شریفي د ښځو له خوا د موټر چلول یوازې د ښځو په ګټه نه بولي زیاتوي دا د نارینه لپاره هم یوه اسانتیا ده:

"دا د هرې ښځې حق دی چې کار او فعالیت وکړي. د بلې خوا دا یو سهولت دی نارینه وو لپاره چې میرمنې یی خپله موټر وباسي او خپلې ستونزې هوارې کړي ".

شوق که مجبوریت؟

د غور د مرکز په بازارونو کې ښځې ډیرې نه لیدل کېږي خو په وړاندې یې خنډونه هم نشته. ښځې که دلته وغواړي نه یوازې په موټر بلکه په موټرسایکل هم راوتلی شي.

زموږ خبریال وايي:"یوه نسبتاْ د پاخه عمر ښځه چې پراخ تور پړونی یې پر سر دی په داسې حال کې چې دوې کمکۍ نجونې هم پر موټرسایکل ورسره سپرې دی رانیږدی کېږی".

موټر سایکل چلوونکې وایي، د موټر سایکل شوق یې ډیر نه درلود خو اړتیا او ضرورتونو دې ته مجبوره کړه چې موټرسایکل وچلوي:

" خاوند می یو موټرسایکل واخیست. خراب یې کړ خو زده یې نشو. ځکه د پخوانۍ زمانې سړی و. د پخوانیو خلکو خو ذهن کار نه کوي. بیا یې نو ما ته اجازه راکړه چې ویې چلوم. ما ته یې چې اجازه راکړه نو ما یې هم چلول پیل کړل. د ژوند ستونزې وې. زوی می نه درلود. ورور می نه درلود. د خاوند می هم زده نشو".

د انځور حقوق b
Image caption الله تعالی هر انسان ته کافي وس او وړتیا د هر کار لپاره ورکړې

دا کله چې موټر سایکل چلوي نو د ښار پاخه سړکونه او د غور د لرې او نا امنه ولسوالیو خرابې لارې ورته فرق نه کوي.

دا وایي:"د دولتیار ولسوالۍ ته می لس دوولس سفرونه کړي. یوه بله میرمن می هم راسره لیږدولې. هره ښځه چې ستونزه به یې درلوده ما راسره لیږدولې. الله تعالی هر انسان ته کافي وس او وړتیا د هر کار لپاره ورکړې".

د زړو او نویو رواجونو جنګ

پدې ښار کې د زړو دودونو او مدرنو رواجونو جنګ روان دی خو په ولسوالیو کې بیا داسې ښکاري چې زاړه دودونه زورور دي.

د میرمنو په لیدو سره چې موټر چلوي بله پوښتنه د چغچران د ښکاره تناقض په اړه په ذهن کې پيدا کېږي.

او هغه دا چې څنګه په داسې یوه کوچیني او بیوزله ولایت کې چې د نورو ولایتونو سره یې نښلوونکې لارې تر اوسه بیخي جوړې شوې نه دي او په غرو کې ایسار، لرې ولایت دی ټولنیز او کلتوري حالات دومره بدل شوي.

ورته مطالب