د غور لرې سیمو کې تاجکستانۍ قابلې

د انځور حقوق b
Image caption د غور ولایت د قابلو روزنیز مرکز چې اوس مهال ۲۵ قابلې په کې په زده کړه بوختې دي

په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچې د کمولو په موخه په تېره لسیزه کې یو لړ پرمختګونه شوي.

دې موخې ته د رسېدو لپاره یوشمېر نا دولتي موسسو په لرې پرتو سیمو کې د بهرنیو قابلو د ګومارلو هڅې هم کړې.

د افغانستان مرکزي ولایت غور ته له تاجکستانه یوشمېر قابلې د افغانستان لپاره پراختیایي او روزنیز مرکز ای سي تي ډي په نوښت رابلل شوې.

دوی ډېری په هغو سیمو کې کار کوي چې هرڅوک هلته د ورتګ لپاره زړه نه ښه کوي، خو مېرمن آزاده وایي، داسې فکر نه کوي لکه په بل هېواد کې چې کار کوي: " دلته خلک ډېر صمیمي دي. باور وکړئ موږ هېڅ داسې احساس نه کوو چې په بل هېواد کې کار کوو. داسې دي لکه زموږ خپل خلک، دلته خلک ډېر بېوزله دي، ډېر ښه خلک دي، یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي او یو ځای یې خوري".

د غور د لرې پرتو سیمو د ډیرو خرابو لارو په اوږدو کې امنیتي ستونزو له تاجکستانه ځینې نورې راغلې قابلې یو څه اندیښمنې کړې.

آی ګل چې د دولینه ولسوالۍ په یوه کلینیک کې کار کوي وایي: "موږ په خپل کار کې آرامه یو. امنیتی ستونزې کله په لارو کې شته. خو په کلینک کې ستونزه نه لرو".

تاجکستان هم د سیمې یو بېوزله هېواد دی، داسې فکر کېږي چې په افغانستان کې به نسبتاً ښه معاش د کار موقع د دوی لپاره غنیمت ګڼل کیږي.

د انځور حقوق b
Image caption ډاکټر احسان الله شینواری وایي، په سیمه کې د مور او ماشوم د مړینې د کمولو په موخه هڅې ډېرې شوې

د افغانستان لپاره پراختیایي او روزنیز مرکز ای سي تي ډي مشر ډاکټر احسان الله شینواری وایي، په سیمه کې د مور او ماشوم د مړینې د کمولو په موخه هڅې ډېرې شوې یوه یې هم د بهرنیو قابلو په کار ګومارل دي: "د دې لپاره چې د مور او ماشوم د مړینې په کموالي کې یو ډراماتیک تغیر راشي، ځینو موسساتو په خپل ابتکار باندې، له ګاونډي ملکونو څخه ښځینه پرسونل په هغه معاش او شرایطو چې کوم افغانان دلته کار کوي راوغښتل، البته په قانوني بڼه د عامې روغتیا وزارت او په هغه هېواد کې د افغانستان د سفارت په همغږي او موافقه".

د شینواري په وینا، د بهرنیو قابلو کار اغېزمن دی. ځکه " د ژبې او افهام او تفهیم " ستونزه نه لري.

خو بهرنیو قابلو ته به اړتیا دایمي نه وي. دلته د غور په مرکز کې د ای سي ټي ډي په نوښت د افغان قابلو د روزنې مرکز فعال دی.

د انځور حقوق b
Image caption نورزۍ وايي: ای سي تي ډي موسسې په نوښت د افغان قابلو بل روزنیز مرکز فعالیت پيلوي

د دې مرکز مشره مېرمن زریناز نورزۍ وایي: "اته نوې قابلې موږ دلته روزلې. دا لومړی ځل دی چې دلته د ای سي تي ډي موسسې په نوښت د افغان قابلو بل روزنیز مرکز فعالیت پيلوي. دلته به هم ۲۵ قابلې روزل کیږي".

دوی ته د انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي دي.

په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې د شمېر راټیټولو په موخه په تیره لسیزه کې یولړ کامیابه هلې ځلې هم شوې.

په ۲۰۰۱ کال کې د چارواکو په وینا، په ټول افغانستان کې په هرو سل زره زیږونونو کې د میندو د مړینې شمېر د ۱۶۰۰ پورته وو خو اوس په هرو سلو زرو زیږونونو کې څه باندې ۳۰۰ میندې مري.

د انځور حقوق b
Image caption ای ګل:"موږ په خپل کار کې آرامه یو خو امنیتی ستونزې کله په لارو کې وي

خو داسې ښکاري چې ټاکلې موخې ته په رسېدو کې لا زیات واټن پاتې دی.

ورته مطالب