د اجرایوي مشر د واکونو پرسر د نوماندانو اختلاف

اشرف غني او عبدالله د انځور حقوق AFP
Image caption دواړو کاندیدانو مخکې هم مخامخ خبرې کړې وې.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ددوو نوماندانو ترمنځ د اجرایوي مشر د پوست د واکونو پر سر خبرې بې پایلې ختمې شوې او اټکل دی چې د اختلافي ټکو پر سر د بحث لپاره یوه ګډه کمېټه وټاکل شي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو دواړو کاندیدانو (اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله) په تېره یوه اونۍ کې څو ځلې مخامخ خبرې کړې، چې وروستی ځل یې تېره شپه د عبدالله په کور کې مخامخ خبرې وې.

د اشرف غني احمدزي تحول او تداوم ټیم وايي، د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف تر ټولو لوی ټکی د عبدالله دا وړاندیز دی، چې د اجرایوي شورا مشر به د کابینې مشر هم وي، خو د ښاغلي اشرف غني له خوا دغه وړانیدز رد شوی دی.

د ښاغلي عبدالله ټیم په دې اړه له جزییاتو ورکولو ډډه کړې ده.

اوس دواړې ټاکنیزې ډلې وايي، چې په یاده ناسته کې تر اوسه د اختلافي ټکو پر سر کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

د اشرف غني احمدزي د ټیم یوه غړي او ویاند طاهر زهیر د مهمو اختلافي ټکو په اړه بي بي سي ته وویل:

''تر ټولو د اختلاف لوی ټکی د اجرایوي مشر د واکونو په اړه دی، چې د ښاغلي عبدالله ټیم غواړي، اجرایوي مشر باید د کابینې مشر هم وي، چې دا له دوو اړخونو له قانون سرغړونه ده، د اساسي قانون صریح سرغړونه ده، او د جان کیري په حضور کې د دواړو کاندیدانو ترمنځ درې ماده ییز موافقه لیک کې راغلي، چې د اساسي قانون خلاف هېڅ کوم پرېکړه نه شي کېدای''.

ښاغلي زهیر دا هم وویل، پرېکړه دا شوه چې د دواړو ټیمونو له خوا یوه ګډه کمېټه وټاکل شي او د اجرایوي مشر حقوقي واکونه روښانه کړي.

که څه هم تر اوسه دغه کمېټه نه ده ټاکل شوې، خو دواړې غاړې یې د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي.

د عبدالله عبدالله ټیم د دواړو ټیمونو ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو مني، چې دغه خبرې تر اوسه بې پایله وې.

د اصلاحاتو او همګرايي ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا بي بي سي ته وویل:

د انځور حقوق ARG
Image caption په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې ویلي چې د رایو د ارزونې بهیر به د سپتمبر تر لسمې وځنډېږي.

''د دواړو ټیمونو مشرانو پرون شپه مخامخ سره ولیدل او دواړو د سیاسي بهیر پر بېلابېلو برخو خبرې وکړې. دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې یوه ګډه کاري ډله دې جوړه شي او پر ځانګړو مسائلو دې کار وکړي او نتیجه یې دې دوی ته وړاندې کړي''.

که څه هم د دواړو کاندیدانو ترمنځ د تړل شویو ورونو تر شا د مخامخ خبرو رپوټونه ورکول کېږي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مشکوکو رایو د باطلولو علني غونډې پیل کړې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون هم ټاکنیز شکایتونه ارزوي.

اټکل دی، چې دغه بهیر د راتلونکي سپتمبر تر دویمې (راتلونکې چارشنبې) پورې دوام ومومي.

دا هغه نېټه ده چې ولسمشر حامد کرزي د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو لپاره ټاکلې وه، او د نه غځولو خبره یې هم کړې وه.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې ویلي چې د رایو د ارزونې بهیر به د سپتمبر تر لسمې وځنډېږي.

ورته مطالب