د عبد الله ډلې ته د حزب اسلامي ګوتڅنډنه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلي سباوون وویل "د مقابل لوری پر وړاندې د دښمنۍ اعلان نه کوو"

د "حزب اسلامي شوراګانو ټولنې" په نامه د ګلبدين حمکتيار له اسلامي حزبه يو شمېر بېلو شويو ډلو ویلي عبد الله عبد الله دې د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې ومني.

دغې ټولنې چې د افغان ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو کې يې د عبد الله له سيال اشرف غني احمدزي ملاتړ کړی، د شنبې پر ورځ (د اګست پر ۳۰ مه) کابل کې يوه غونډه جوړه کړې وه.

د عبد الله عبد الله ډله داوه کوي ګواکې په ټاکنو کې د اشرف غني په ګټه درغلۍ شوې، په داسې حال کې چې اشرف غني په خپله د درغليو خبره ردوي او د رايو پر پاکوالي ټینګار کوي.

د "حزب اسلامي شوراګانو" ځينې غړيو په تېره يوه لسيزه کې د افغان حکومت پر څوکيو کار کړی دی.

خو د ګلبدین حکمتيار په مشرۍ ډلې بيا د حکومت پر وړاندې وسله واله جګړه کوله.

د "حزب اسلامي شوراګانو" ټولنه وايي د دوی په باور هغه ټاکنيزه ډله چې دوی یې ملاتړ کوي، د رايو ورکولو دوهم پړاو کې بريالۍ شوې، او اوس غواړي د ټاکنو پايلې دې پر خپل ټاکل شوي وخت، د سپتمبر پر دوهمه، خپرې شي.

دوی له خپلې سيالې ډلې غوښتي، چې د ټاکنو پایلې دې ومني.

د "حزب اسلامي شوراګانو" مشر قاضي امين وقاد غونډې ته په وينا کې وويل "موږ له دوی غوښتنه لرو، له دولته یې لرو، له ملګرو ملتونو یې لرو، د رايو شمېرنې او ارزونې بهير د قانون په رڼا کې بشپړ کړئ، په پوره عدالت، په پوره بصيرت، پوره مسئوليت پايلې اعلان کړئ".

ده زياته کړه مخکې له دې چې د بريتانيا په وېلز کې د ناټو سرمشيزه پيل شي پايلې دې اعلان شي.

ښاغلي وقاد وويل "هر کانديد چې د دغو پايلو له مخې بريالی راووت زموږ ورسره اتفاق دی، موږ ته يوازې هغه کانديد مهم نه دی چې موږ ورته کمپاین کړی دی".

د دغې ټولنې مرستيال وحيد الله سباوون بيا وويل "د مقابل لوري پر وړاندې د دښمنۍ اعلان نه کوو، دوی ته وايو راځئ اساسي قانون ومنئ. موږ اسلامی تړون غوښت، او تاسو د اساسي قانون خبره کوله. اوس هغوی چې دیموکراسي غوښته، ديموکراسي یې زيانمنه کړه".

د ټاکنو دوهم پړاو هغه مهال ستونزمن شو، چې په خپله عبد الله عبد الله او ډلې یې د درغليو له ادعاوو وروسته په احتجاجي لاريونونو پيل وکړ، او د لومړنیو پايلو د اعلان پر دوهمه ورځ یې په یوه غونډه کې ان د موازي حکومت جوړولو ګوتڅنډنه وکړه.

څه توند غبرګون

اوس انګېرنه دا ده چې د کابل د شنبې ورځې غونډه کې د اشرف غني احمدزي پلويانو غبرګون هم يو څه توند و.

دوی د عبد الله ډلې ته خبرداری ورکړی که یې د نړيوالې ټولنې له مداخلې او هم د رايو بيا شمېرنې او ارزونې وروسته هم د ټاکنو پایلې ونه منلې، دوی به هم چوپ نه پاتې کېږي.

د افغان ولسي جرګې غړی او د اسلامي حزب يو بل غړي شېرولي وردګ وويل "هغوی چې غوښتل یې موازي حکومت جوړ کړي يا ارګ ته په زور ننوځي، یا په دې هېواد کې ترهه خپره کړي، وادې وري چې دا نه د پسونو ولس دی او نه هم چوپ ولس".

خو د حزب اسلامی یوه بله څانګه چې د افغان حکومت د اقتصاد وزير عبد الهادي ارغنديوال یې مشري کوي، په ولسمشريزو ټاکنو کې له عبد الله عبد الله ملاتړ کړی دی.

د ولسمشرۍ لپاره د ښاغلي عبد الله لومړی مرستيال محمد خان هم د اسلامی حزب له همدې څانګې سره تړلی دی.

Image caption په تېره يوه لسيزه کې د ګلبدين حکمتیار له اسلامي حزبه څو څانګې بېلې شوې دي

د افغان ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو پایلې د عبد الله عبد الله ډلې له لوري د پرله پسې شلون او بېرته یې د شمېر او اروزنې له بهير سره د يو ځای کېدو له امله ځنډېدلی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د دوه ځله مداخلې پايله کې د دواړو کانديدانو ترمنځ د ولسمشرۍ ټولو رايو بيا شمېرنې او اروزنې پر چاره سلا وشوه، او ټاکل شوې وه، د اګست له پای سره دغه بهير هم پای ته ورسېږی، او نوی ولسمشر په ډاګه شي او د حکومت جوړولو خپله دنده پيل کړي.

خو د جعلي او ناسمو رايو اروزنې او باطلولو څرنګوالي په اړه په نظرونو کې د توپير له امله دغه بهير لا پېچلی شوی دی.

د عبد الله عبد الله ډلې له دې امله چې ملګرو ملتونو یې شرطونه نه دی منلي، خپل څارونکي د ټاکنو له خپلواک کمسيون ایستلي دي.

ملګروملتونو اوس د رايو شمېرنې او اروزنی بهير د دواړو سيالو ډلو د څارونکو نشتوالي کې روان ساتلی دی.

ورته مطالب