طالبان: فراه کې ۱۱ وژل شوي 'کاریګر نه، اربکیان' وو

فراه
Image caption پېښه د فراه پشت کوه ولسوالۍ کې شوې ده.

وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې فراه ولایت د دوی د جنګیالیو له خوا ۱۱ وژل شوي کسان اربکیان دي.

تېره ورځ د فراه سیمه ییزو چارواکو ادعا کړې وه، چې طالبانو د فراه پشت کوه ولسوالۍ کې هغه ۱۱ کاریګر وژلي، چې ایران ته د غریبۍ لپاره روان وو.

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي، دغه کسان څو ځلې له طالبانو سره جنګېدلي او تلفات یې هم ور اړولي دي.

مخکنی راپور

د افغانستان لوېدیځ فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، وسله والو مخالفانو ۱۱ کاریګر په ډزو وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د فراه د والي ویاند جاوید افغان بي بي سي ته وویل، نن ګهیځ شاوخوا اوه بجې د فراه ولایت پشت کوه ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له پر کاریګرو ډزې شوې دي.

نوموړی وايي، دغو کاریګرو غوښتل ایران ته د مزدورۍ لپاره ولاړ شي.

ښاغلي افغان وویل، ټول وژل شوي او ټپیان د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي او د یوه قوم خلک دي.

د فراه مرستیال والي یونس رسولي بي بي سي ته وویل دا برید ''وسله والو طالبانو '' کړی، چې اته کسان پکې وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

ښاغلي رسولي ویلي وو، چې دغه کسان طالبانو په پیکاوو ویشتلي دي:

''نن سهار شاوخوا شپږ بجې طالبانو د ځینو کاریګرو پر موټر برید کړی، چې شپږ کسان یې وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي. له ټپیانو روغتون ته د لېږد پرمهال دوه نور کسان هم مړه شوي دي ''.

رسولي دا هم وویل، چې دغه کسان په یوه کاماز کې سپاره وو، چې د طالبانو له برید سره مخامخ شول.

د تازه ناامنیو پېښو په لړ کې نن جلال اباد کې د ملي امنیت پر ریاست د ځانوژونکو په برید کې لږترلږه شپږ کسان ووژل شول او ۴۶ نور ټپیان شول.

د تېر جولای پر وروستیو کې وسله والو کسانو د غور ولایت له مرکز چغچران نه ۲۵ کيلومتره لرې ۱۴ کسان په ډزو وژلي وو.

که څه هم د غور د وژل شویو پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې وه، خو طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړل او وویل، چې دوی ''ولسي وګړي نه په نښه کوي ''.

د افغانستان په لوېدیځ کې فراه ولایت له ګاونډي ایران سره ګډه پوله لري.

ورته مطالب