کرزي کندهار ته خپل سفر ځنډولی

Image caption دغه ستره پروژه چي درې برخې لري د جامع جومات چارې یې ۹۰ سلنه بشپړې شوې، پاتې دوې برخې چې سوداګریز مارکیټ او دیني مدرسه ده، د جوړېدو چارې یې روانې دي.

تمه کېده چې ولسمشر کرزی به په کندهار کي د حضرت عمر فاروق جامع جومات چې د افغانستان په کچه یوه بې سارې پروژه بلل کیږي د پرانیستنې لپاره دغه ولایت ته راشي.

خو کندهار والي توریالي ویسا نن (دوشنبې) مازیګر مهال په يوه خبري ناسته کې د ولسمشر کرزي د سفر ځنډېدل کندهار ته د ارګ او ولايتي ادارې ترمنځ د ټاکلي ورځې په اړه نه همغږي وبلله.

د ولسمشر د راتګ لپاره له تېرو درو ورځو راهیسې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو، او ان تېره ورځ د ولسمشر کرزي تشریفاتی قطعه او امنیتي ګارډ هم راغلي وو. ښاغلي ویسا تمه وښوده چې ولسمشر کرزی به په نژدې راتلونکي کې راشي او یا به هم ولایتي ادارې ته دنده وسپاري چې دغه لوی جامع جومات پرانیزي.

کندهار والي ومنله چې ‎د ولسمشر د تشريفاتو مهم کسان هم راغلي وو، د ارګ يوه سرچينه وايي، ولسمشر د جامع جومات د کار د نه بشپړېدو په اړه بېرته پاتې شوی او ويلي يې دي چې افتتاح ته يې د ټول کار تر بشپړېدو وروسته راځي.

د حضرت عمر فاروق جامع چې د کندهار تر ټولو لوى جومات ګڼل کېږي، د بنسټ ډبره ۱۵ کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال اېښودل شوې وه، خو

د رغونې لس سلنه چارې يې نه وې بشپړې شوې، چې د طالبانو حکومت سقوط وکړ.

دغه ستره پروژه چي درې برخې لري د جامع جومات چارې یې ۹۰ سلنه بشپړې شوې، پاتې دوې برخې چې سوداګریز مارکیټ او دیني مدرسه ده، د جوړېدو چارې یې روانې دي.

چارواکي وایي، د جامع جومات پر جوړولو پنځه میلیون ډالره لګښت راغلي او ټوله پروژه ۱۶ میلیون ډالر لګښت غواړي.

د کندهار د عمر فاروق مسجد جامع، چې له کلونو کلونو يې د رغونې کار روان دى د افغانستان په کچه تر ټولو لويه جامع دی، چې د دارالحفاظ، مسجد،

د ښځو لپاره جامع، دوکانونو او مارکېټونو ترڅنګ په کې پارکونه هم په نظر کې نيول شوي.