افغانستان کې د یو کیلو ګازو بیه ۶۰ افغانۍ ټاکل شوې

د انځور حقوق bbc
Image caption په کابل او شاوخوا ولایتونو کې د یو کیلو ګازو بیه ۶۰ افغانۍ ټاکل شوې

د افغانستان د تېلو او ګازو سرتاسري شورا وايي، د ګازو د بیو راټیټولو لپاره د کابل او نورو ولایتونو سوداګرو هوکړه کړې چې د ګازو ګټه به تر وروستي حده را ټیټه کړي. د دغې شورا مشر اذرخش حافظي وايي، له دولتي چارواکو، سوداګرۍ خونې، د سوداګرو شورا او نورو اړونده چارواکو سره یې خبرې کړې او د ګازو د پېرلو او پلورلو د بیې پرسر هوکړې ته رسېدلي دي. حافظي په کابل کې خبریالانو ته وویل، هوکړه شوې هغه ولایتونه چې ګمرکونو ته نژدې وي هر کیلو ګاز به په ۴۸ افغانۍ په عمده ډول په کې پلورل کېږي، او لوی سوداګر به په ۵۴ افغانۍ د وړو سوداګرو په واک کې ورکوي. او یو امریکایی ډالر به د کابل په بازار کې ۵۶،۵۵ پلورل کېږي.

په افغانستان کې د ګازو په پلورلو او پېرلو کې له ګمرکاتو نه تر پلورل ځایونو او تر مرکزي ولایتونو واټن، ضایعات او د لېږد او انتقال لګښت په پام کې نیول کېږي. او دغو څېزو نو ته په پام سره د ګازو قیمت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې توپیر کوي. نوموړي وویل، سر له نن (سپتمبر ۱) ګمرک ته نژدې ولایتونو کې د ګازو قیمت ۵۴ افغانۍ دی او په کابل او شاوخوا ولایتونو کې ۶۰ افغانۍ قیمت ټاکل شوی.

''کړکېچن حالت او مخ پر ځوړ اقتصاد''

اذرخش حافظي زیاته کړه: "د افغانستان عمومي اقتصادي وضعیت په مختلفو دلایلو زموږ له بحث نه بهر دی او مخ پر ځووړ ولاړ دی، او د اوسني وضعیت نه په ګټې اخیستو سره ځینې کسان د ګازو او تېلو او خوراکي توکو بیه لوړوي."

افغانستان په تېرو شپږو میاشتو کې د سیاسي کړکېچ له امله د خپلو وګړو له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ شوی. د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزي وویل، د ګازو د بیې لوړېدو یو لامل د وړاندې کولو په پرتله د تقاضا لوړېدل او د سون موادو واردول دي، نوموړي وویل ټول هغه ګاز چې افغانستان يې واردوي، د افغانانو ۲۰ سلنه لګښت هم نه پوره کوي.

ښاغلی الکوزی وايي، ډېری هغه هېوادونه چې پخوا یې پر افغانستان ګاز پلوره اوس افغانستان ته صادرات نه لري او یا هم د ګازو د واردولو په کچه کې کمی راوستی چې "دولت باید په دې برخه کې عملي ګام پورته کړي". افغان چارواکي وايي، روان "کړکېچن حالت" به پای ته ورسیږي او افغانستان کې به بیا اقتصادي ثبات راشي، ګاز به په افغانستان کې په ځانګړي ډول پرته له ګټې وپلورل شي.

د ګازو بیې لوړیدل

د دولت له لوري د یوې کیلو ګاز بیه ۵۵ افغانۍ دي، خو یوه اونۍ مخکې په بازار کې په ۶۰ و، اوس کابل کې ۱۰۰ افغانیو ته رسېدلی. د ګازو د بیې لوړوالي کابل ښاریان اندېښمن کړي، چې د ګاز اړوندو نورو چارو یې هم ناوړه اغېز کړی دی.

ورته مطالب