د ټاکنیزو لانجو اوږدوالي ناټو 'بې حوصلې کړې'

موریس یوخیمس
Image caption د ناټو دغه استازی وايي، ښه به دا وای چې د افغانستان نوي ولسمشر په دغه غونډه کې ګډون کړی وای، ځکه چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې په سوله ییز ډول سیاسي واک لېږدول کېږي

په افغانستان کې د ناتو ملکي استازي بي بي سي ته ویلي، د ناټو عمومي منشي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او یا د هغه ځای ناستي ته د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون کولو بلنه ورکړې ده.

موریس یوخیمس له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، له افغان ځواکونو سره نورې مرستې ته اړتیا ده؛ ځکه چې د شیکاګو په ناسته کې عمومي انګیرنه دا وه چې د افغان ځواکونو شمېر باید دوه سوه او دېرش زره وي.

نوموړي وویل، اوس د افغان امنیتي ځواکونو شمېر نژدې درې سوه او پنځوس زره دی، چې طبیعي ده، لګښت یې ډېرو پیسو ته اړتیا لري، خو د ناټو غړي هېوادونه همکارۍ ته چمتو دي.

د ناټو استازي د بي بي سي دې پوښتنې ته چې ایا ناټو په له افغان ولس سر د ویلز په سرمشریزه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي؟ په ځواب کې وویل:

څلور میلیارد ډالر

''درې پرېکړې دي، چې د افغانستان پر راتلونکې اغېز کولی شي: لومړی د ناټو له خوا د افغان امنیتي ځواکونو روزنه ده، چې په ټوله کې به ۱۲ زره کسان وي. دویم د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ دی، چې هر کال به څلور میلیارد او یو میلیون ډالر وي، او دا دواړه به د امنیتي ځواکونو د وضعیت اړوند قرارداد پر لاسلیکېدا پورې تړلي وي. که چېرې دا ډول قرارداد نه وي، دا به ګرانه وي، چې افغان دوستانو ته څلور میلیارد او سل میلیونه ډالر ورکړل شي، حال دا چې د لګښت د څرنګوالي په اړه یې هېڅ څارنه نه شته. درېیم د افغانستان او د ناټو ترمنځ د اوږدمهاله همکارۍ مساله ده، چې په دې همکارۍ کې افغان دولت ته سیاسي مشوره ورکول هم راځي.''

په داسې حال کې چې افغان ولسمشر حامد کرزي د ویلز په سرمشریزه کې د نه ګډون خبره کړې او د دفاع وزیر بسم الله محمدي یې د هېواد په استازیتوب د غونډې ګډونوال ټاکلی، ناټو وايي، ''دا یو منځلاری حل دی، ځکه ناټو پوهېږي چې کرزی دلته پاتې کېدل غواړي؛ ځکه چې په بشپړه توګه سیاسي لېږد نه دی تکمیل شوی. زما په اند دا د حل یوه بشپړه لاره نه ده، حل لاره دا ده چې نوی ولسمشر په ویلز سرمشریزه کې ګډون ولري.''

د ناټو دغه استازی زیاتوي، ښه به دا وای چې د افغانستان نوي ولسمشر په دغه غونډه کې ګډون کړی وای، ځکه چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې په سوله ییز ډول سیاسي واک لېږدول کېږي.

د ناټو دغه ملکي سفیر وايي، که چېرې د امنیتي ځواکونو د وضعیت په اړه ناټو له افغانستان سره قرارداد ونه لري، شاید ناټو له افغانستان نه بشپړې وتنې ته اړ شي، چې په دې سره به د افغان ځواکونو د روزنې لپاره هم قانوني چوکاټ نه وي:

''که چېرې د امنیتي ځواکونو د وضعیت په اړه قرارداد لاسلیک نه شي، چې باید لاسلیک شي، نور به د ناټو روزنیز ماموریت ته د دوام دلیل ن هوي. که چېرې د ناټو د سرتېرو د ساتنې لپاره پرېکړه لیک نه وي، نو دوی د افغانستان په خاوره کې فعالیت نه شي غځولی. پوځي کارپوهان راته وايي، همدا سپتمبر د هغو سرتېرو د هېوادون ولپاره حیاتي بڼه لري، چې د پوځي توکو د لېږد لپاره ډېر توکي نه لري. نو موږ ډېر وخت نه لرو.''

د ناټو له سفیر وپوښتل شو، چې سیاسي ترینګلتیا د سیاستوالو او ناټو ترمنځ افغانان دې ته اندیښمن کړي چې د دوی هېواد به هم هغه برخلیک سره چې اوس مهال عراق لاس او ګریوان دی مخامخ شي تاسې له دغه پلوه اندیښمن نه یاست؟

''زه ډېر اندېښمن نه یم ځکه ډیر دلیلونه شته. لومړی دا چې داوړو نوماندانو ویلي کله چې دوی خپل کار د ولسمشر په توګه پیل کړي امنیتي تړون او د ناټو ځواکونو د وضیعت په تړاو به قرار داد لاسلیک کړي او دا د ډاډ وړ ده. دویم دلیل دا چې زه احساس کوم دواړه نوماندان به یوه هوکړه پریکړه وکړي زه ډاډمن یم هغه څه چې په عراق کې پېښ شوي په افغانستان کې نه پېښېږي، خو له دې سره بیا هم موږ او د افغانستان خلک بې حوصلې کېږو دواړه نوماندان باید ډیر ژر یوې هوکړې ته ورسیږي چې ډېری ستونزې حل کړي.''

ورته مطالب