بلخ ولایت کې د ماشومانو ودولو عاملین نیول شوي

د بلخ د شولګري ولسوالۍ چارواکو د هغې ۸ کلنۍ نجلۍ پلار او ۱۲ کلن هلک مور نیولي چې د تیرې جمعې په ورځ (اګست ۲۹) يې د دوی د واده مراسم ترسره کړي وو.

د بلخ څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي څانګه وايي د پېښې اصلي پړ هغه ملا دی چې د دغو دوو ماشومانو نکاح یې سره تړلې وه.

په پېښه کې ښکېل هلک پلار نه لري او له خپل مور سره دی او نجلۍ بیا مور نه لري له پلار سره اوسېږي.

داسې ویل کېږي چې د نجلۍ مور له کوره تښتېدلې وه.

د نوموړې څانګې مشره فوزیه حمیدي وايي چې دا مهال د نجلۍ پلار او د هلک مور د څېړنو په موخه نیول شوي دي.

اغلې حمیدي وویل له پولیسو نه یې د هغه ملا چې نکاح یې تړلې وه د ژر تر ژره نیولو او څارنوالۍ ته د معرفي کولو غوښتنه هم کړې ده.

اوسمهال نجلې، هلک او د هلک مور د مزار شریف د ښځو په ځانګړې اداره کې ساتل کېږي او د نجلۍ پلار په بند کې دی.

د افغانستان په لرې پرتو برخو او کلیوالو سیمو کې په ځانکړې توګه یو شمېر کورنۍ په خپلو کې یو بل ته په ماشومتوب کې نجونۍ په نوم کوي چې پایلې يې ښې نه وي.

د بلخ شولګری په ولسوالۍ کې د دغو ماشومانو تر سره شوی واده هم ورته بریښی چې په ماشومتوب کې یې د هلک او د نجلۍ د واده پرېکړه کړې ده.

ورته مطالب