طالبان ناټو سره پر ستونزو د پوهاوي لار غواړي

د انځور حقوق Getty
Image caption د وسله والو طالبانو ویاند ویلي په سیمه کې د ناټو سازمان د غړو هیوادونو مشروع ګټې له دوی سره د پوهاوي له لارې خوندي کیدای شي.

وسله وال طالبان وايي غواړي د ناټو له غړو هیوادونو سره شته ستونزې د پوهاوي له لارې هوارې کړي.

د وسله والو طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل دوی تاوتریخوالي او زور ته لومړیتوب نه ورکوي.

نوموړی وايي په سیمه کې د ناټو سازمان د غړو هیوادونو مشروع ګټې له وسله والو طالبانو سره د پوهاوي له لارې خوندي کیدای شي.

په کابل کې زموږ خبریا سمیع الله موسی زی په خپل راپور کې لیکي افغان وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه چې لهجه یې نسبتا نرمه بلل شوې، ویلي چې تاریخ ثابته کړې:

"زور هیڅکله د ستونزو د حل لار نه ده» نو « ځکه خو باید د زور پالیسي نوره تجربه نه شي".

په دغې اعلامیه کې ویل شوي چې وسله وال طالبان کولی شي د افغانستان د ستونزې په هواري کې مرکزي رول ولوبوي.

ښاغلي مجاهد وویل وسله وال طالبان حاضر دي چې په سیمه کې د ناټو سازمان د غړو هیوادونو ګټي خوندې کړي او دا هدف د ده په وینا د مقابل لوري یانې د طالبانو د ارزښت په منلو او د پوهاوي له لارې تر سره کیدای شي.

خو نوموړی ټینګار کوي چې د ناټو سازمان مشران باید د بریتانیا د ویلز په غونډه کې معقولې پریکړې وکړي او له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري وباسي.

د افغان وسله والو طالبانو په اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار شوی چې دوی په دې باور دي چې افغان ولس له هر ډول تبعیض پرته د یوه "افغان شموله نظام تر سیوري لاندې سره را ټولېدی شي".

خو د سیاسي او پوځي چارو پوه نیک محمد کابلی دغه څرګندونې غوله وونکي بولي او وايي چې ناټو هیڅکله حاضره نه ده چې د تېرو ۱۳ کلونو پرمختګونه له لاسه ورکړي.

د بریتانیا په ویلز کې سبا د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۴مه) د ناټو سازمان سرمشریزه جوړېږي.

په افغانستان کې د ناټو سازمان پوځي ماموریت د دغې سرمشریزې له مهمو موضوع ګانو ده.

د ناټو سازمان مشر ویلي په دغې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو سازمان راتلونکی ماموریت مشخص شي.

ورته مطالب