د اشرف غني ملاتړي: پایلې دې "ژر" اعلان شي

Image caption تحول او تداوم ټاکنیزه ډ‌له وایي، چې د ټاکنو پایلې باید ډیر ژر اعلان شي

د افغانستان د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د رایو ارزونې د بهیر له بشپړیدو سره سم د نوماند اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله د پایلو د ژر اعلانیدو غوښتنه کوي او وایي، چې ټولې غاړې باید دغه پایلې ومني.

په ورته مهال کې د بل کانديد عبدالله عبدالله ملاتړې ډله وایي، که د ټاکنو پایلې تر سیاسي هوکړې د مخه اعلان شي ښه پایله به ونه لري.

بل خوا د ټاکنو کمېسیون وایي، د دواړو نوماندانو سیاسي هوکړو سره د دوی کارونه تړاو نه لري او وايي، هر وخت چې د رایو د بهیر کارونه بشپړ شي پایلې به اعلان کړي.

د رایو ارزونې بهیر له بشپړیدو وروسته د ټاکنو کمېسیون وايي، د مشکوکو رایو د باطلیدو لړۍ به په راتلونکې علني غونډه کې پای ته ورسیږي.

وروسته له هغې دواړه ټاکنیزې ډلې ۴۸ ساعته وخت لري او کولی شي خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره ثبت کړي.

د ټاکنو کمېسیون کوم ټاکلی وخت د ولسمشریزو ټاکنو پایلو اعلانولو ته به ګوته نه کړ.

خو د اشرف غني احمدزي د تحول او تداوم ټاکنیزه ډ‌له وایي، چې د ټاکنو پایلې باید ډیر ژر اعلان شي.

د دغې ډلې یو غړی انورالحق احدي وایي، د ټاکنو پایلې باید د دواړو نوماندانو او د ټولو غاړو له خوا ومنل شي.

خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وایي، که د ټاکنو پایلې د سیاسي هوکړې نه د مخه اعلان شي ستونزې به ډیرې شي او ښې پایلې به ونه لري.

تیره ورځ د دواړو ټاکنیزو ډلو له خوا په خبرو اترو کې د اجرایوي مشر په واکونو خبرې وشوې چې د دواړو ډلو ویاندویانو په وینا په یو شمېر غوښتنو هوکړه وشوه.

خو د عبدالله عبدالله په استازيتوب د خبرو پر مهال فاضل سنچارکي وويل د دواړو ډلو د نظرونو اختلاف د اجرایوي مشر پر واکونو دى چې تر دې دمه پرې کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

د ملي وحدت حکومت د جوړونې د اختلافونو پر سر د دواړو ټاکنیزو ډلو خبرې اترې له څو میاشتو راهیسې روانې دي خو تر دې دمه دواړه ډلې کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

ورته مطالب