د عبدالله ټيم: له سیالې ډلې سره خبرې په ټپه ولاړې دي

Image caption د دوو سیالو ټاکنیزو ډلو تر منځ د سیاسي مذاکرتو په اړه متضادې څرګندونې مخې ته راغلې دی.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وايي، د اشرف غني احمدزي له ټاکنیزې ډلې سره یې خبرې په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلې دي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یو غړی عبدالرحمن اوریا وايي، یوې سیاسي هوکړې ته له رسېدو پرته به د ټاکنو پایلو د اعلان په صورت کې مدني اعتراضونه وکړي.

خو بل لور ته د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وايي له سیالې ډلې سره یې خبرې روانې دي او ژر به دواړه مشران سره وویني.

لکه چې نورمحمد سعید له کابله کاږي، د دوو سیالو ټاکنیزو ډلو تر منځ د سیاسي مذاکرتو په اړه متضادې څرګندونې مخې ته راغلې.

د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وايي سیالان یې په نظام کې د واک او صلاحیتونو برابر وېش ته چمتو نه دي او غواړي یو اییتلافي حکومت جوړ کړي.

د عبدالله ټیم یو غړی فضل رحمن اوریا وايي، د دوی سیالې ډلې خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.

خو د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټیم بیا خپله سیاله ډله له اساسي قانونه په سرغړونه تورنوي او وايي ښاغلی عبدالله په هغه ټکي ټینګار کوي، چې د اساسي قانون خلاف دی.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټیم غړي صدیق پتمن بي بي سي ته وویل، خبرې په ټپه ولاړ حالت ته نه دي رسېدلې.

خو په دغه موضوع کې د اختلاف ټکی کوم یو دی؟ کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په دویم ځلې سفر کې دواړو لوریو د ټاکنیز بحران د حل لپاره کمېټې جوړې کړې، دغو کمېټو په چټکۍ سره د ملي وحدت حکومت جوړولو د چوکاټ لپاره او دغه راز د نورو اختلافي ټکو د حل لپاره کار وکړ او تر ډېره حده توافق ته ورسېدل.

د اشرف غني احمدزي د ټیم غړي صدیق پتمن په وینا دوی هیله مند دي، چې د اجراییه رییس د صلاحیتونو د موضوع په اړه به دواړه مشران ژر خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د رایو د بیا ارزونې بهیر پای ته رسېدلی او د رایو د ابطال بهیر هم په چټکۍ مخ پر وړاندې ځي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ټاکنو پایلې به ژر اعلان کړي، خو د عبدالله عبدالله ټیم غړی فضل رحمن اوریا وايي دوی د پایلو ارزونې بهیر په اړه په خپل پخواني دریځ ولاړ دي.

د ټاکنو کمېسیون وايي د دواړو ټیمونو د ناظرانو په حضور کې د رایو پنځه اویا سلنه برخې ارزونه بشپړه شوه او ځکه وايي باید دواړو ټیمونو ته د منلو وړ وي، خو اوس به وکتل شي، چې د پایلو د اعلان تر مهاله دواړه لوري هوکړې ته رسيږي او که نه؟

ولسمشر حامد کرزي په ارګ کې د مېرمنو یوې غونډې او وروسته د جرمني د بهرنيو چارو له وزیر سره په کتنه کې وویل، افغانان نور له ناڅرګند حالته ستړي دي او پر دواړو نوماندانو یې غږ وکړ چې ګډ حکومت جوړ کړي.

ورته مطالب