کرزی: ملي یووالي حکومت کې" اپوزسیون ته اړتیا نشته"

د انځور حقوق Arg
Image caption د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر د ملي یووالي حکومت د ملاتړ د هڅو لپاره کابل ته تللی

په داسې حال کې چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دافغانستان د ولسمشریزو نوماندانو تر منځ د منځګړتوب په موخه کابل ته رسېدلی، افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دواړه نوماندان دې حکومت جوړ کړي او اپوزسیون ته اړتیا نشته.

ولسمشر کرزي په ارګ ماڼۍ کې له ځینو افغان مېرمنو سره په خبرو کې وویل، د هېواد حالت د زغم وړ نه دی او دواړه نوماندان باید هر ډول هوکړې ته چې وي، ورسیېږي.

ولسشمر ټينګار وکړ” موږ غواړو چې دوی یو ګډ حکومت جوړ کړي، یو ولسمشر او بل یې د حکومت اجرایوی مشر وي خو باید ژر دا کار وکړي.

موږ ټول له دوی سره یو او همکاري ورسره کوو. افغانستان مخالف ګوند او اپوزسیون ته اړتیا نه لري. بیخي نه”.

ښاغلي کرزي تېره اوونۍ له نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړي.

نوموړي د نننۍ غونډې ګډونوالو ته وویل، دواړه نوماندان چې هرې هوکړې ته سره ورسېږي دوی درناوی ورته کوي او له دواړو غواړي چې هېواد له نا څرګند حالته وژغوري.

حامد کرزي دا خبرې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر فرانک والتر شتاین مایر سره تکرار کړې.

ښاغلی شتاین مایر د ملي یووالي حکومت د ملاتړ د هڅو لپاره کابل ته تللی او په پام کې ده چې له ولسمشر کرزي سره پر کتنې سربېره له دواړو نوماندانو او د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي یای کوبیش سره هم وګوري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له دواړو نوماندانو غوښتي چې د ملي یووالي د حکومت پر سر هوکړې ته ورسېږي او د واک د سوله ییز لېږد له فرصته ګټه پورته کړي.

د افغانستان د لانجمنو ټاکنو د رایو شمېرل او ارزونه یوه ورځ مخکې پایته ورسېده، خو لاهم د وروسوتیو پایلو د اعلانېدو نېټه نه ده ټاکل شوې او دواړه نوماندان د ملي یووالي د حکومت جوړولو پر سر وروستۍ موافقې ته هم نه دي رسېدلي.

د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وايي، د کابینې د مشرۍ له پوست پرته نور ټول کلېکاږل اختلافي موضوعات حل شوي، خو د هغه سیال ګوند بیا اختلافونه تر دې ډېر زیات ښيي.

هغه اختلافات چې د ولسمشر حامد کرزي د غبرګون لامل شوي دي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د دواړو کاندیدانو ترمنځ پر سیاسي موافقط ټینګار لري، خو د حق او عدالت په نامه ګوند، چې د اشرف غني احمدزي له مهمو متحدینو ګڼل کېږي، د ټولو رایو تر ارزونې وروسته د پایلو د سم لاسي اعلانولو غوښتنه لري. بل خوا، د ښاغلي عبدالله پلوې ډلې هغو ډلو ته چې د ټاکنو د پایلو اعلانېدل غواړي، خبرداری ورکړی.

عبد رب الرسول سیاف ویلي، له سیاسي موافقې مخکې د ټاکنو د پایلو اعلانېدل هېواد د بې ثباتۍ لوري ته بیايي، چې په وینا یې که داسې وشي، نو کابو کول به یې د ټولو له وسه وتلې خبره وي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لانجه لاهم پېچلې پاتې ده، همدې پېچلتیا او نا څرګند حالت په افغانانو کې اندېښنې راټوکولې دي.

ورته مطالب