عبدالله: د ټاکنو پایلې نه منم

د انځور حقوق Reuters

ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د درغلیو پر بنسټ لاسته راغلې د ټاکنو پایلې به و نه مني.

ښاغلي عبدالله وویل چې دی د واقعي او پاکو رایو پر اساس د ټاکنو ګټونکی دی.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې له خپل ټاکنيز سيال اشرف غني احمدزي سره له هغې ناستې يوازې څو ساعته وروسته وکړې، چې کومې موافقې ته په کې و نه رسېدل.

نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنو په اړه روانه سیاسي بهیر په ټپه ولاړ دی.

ويل کېږي د دواړو لوريو ترمنځ لويه ستونزه د اجراييوي رييس د واکونو پر سر ده.

د عبدالله ټاکنيزه ډله وايي، چې اجراييوي رييس دې د کابينې مشري هم پر غاړه ولري، خو د تحول او تداوم ډله دا غوښتنه له اساسي قانون سره په ټکر کې بولي.

ښاغلي عبدالله همدار راز وویل چې د ټاکنو په اړه روانې خبرې د کوم جوړجاړي په موخه نه بلکې د ملت ګټو ته په پام سره پر مخ روانې وې.

نوموړي تور پورې کړ چې افغان حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې د سیال نوماند ملاتړ کوي.

عبدالله عبدالله خلکو ته ډاډ ورکړ چې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره به له تاوتريخوالي کار وانخلي.

تر دې وړاندې، د امریکا ولسمشر بارک اوباما یو ځل بیا له دواړو نوماندانو غوښتلي و چې په خپلو کې د اختلافاتو پر سر خبرې وکړي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړي فضل رحمان اوریا ویلي وو:

"د دواړو نوماندانو تر منځ اصلي اختلاف د حکومت د اجراییوي مشر د واکونو پر سر دی چې تمه ده د ملي وحدت د حکومت په نوم جوړ شي".

"ښاغلی عبدالله تمه لري هغه څوک چې د حکومت اجرایوي مشر وي، د کابینې ریاست هم پر غاړه ولري".

ټاکنیز جنجالونه ځو ځلي د دې لامل شول چې امریکایې چارواکي کابل ته راشي.

په ورته وخت کې، ولسمشر حامد کرزي هم ویلي و چې افغانان نور د ټاکنو له اوږدې لانجې ستړي شوي دي او په دواړو کاندیدانو یې یو ځل بیا غږ وکړ چې ژر تر ژره د ملي یووالي حکومت جوړ کړي.

ولسشمر کرزي ټينګار وکړ: "موږ غواړو چې دوی یو ګډ حکومت جوړ کړي، یو ولسمشر او بل یې د حکومت اجرایوی مشر وي خو باید ژر دا کار وکړي".

ورته مطالب