هندۍ وزیرې کرزي ته د مرستو او همکارۍ ډاډ ورکړ

د انځور حقوق
Image caption د بیرغ پورته کولو مراسمو کې آغلې سوشما سوراج وویل: ''زه نن دلته له ټولو هغو هندي کارکوونکو مننه کوم، چې دلته کار کوي او یا یې ژوند له لاسه ورکړی دی.''

د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراج د چارشنبې په ورځ د افغانستان پلازمېنه کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ارګ په دې کتنه کې ولسمشر کرزي او آغلې سوشما د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزو ملکي او پوځي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د بیرغ پورته کولو مراسمو کې آغلې سوشما سوراج وویل: ''زه نن دلته له ټولو هغو هندي کارکوونکو مننه کوم، چې دلته کار کوي او یا یې ژوند له لاسه ورکړی دی.''

د هند د بهرنیو چارو وزیرې د وزیر محمد اکبر خان پر تپې د افغانستان یو لوی بیرغ پورته کړ، چې په هند کې جوړ شوی و او دغه بیرغ ته یې د 'بیرغ منار' نوم ورکړ.

حامد کري هند د افغانستان یو متحد او ملګری وباله.

د ارګ ویناپاڼه وايي، دواړه مشران د هېواد د ځینو پروژو او سیمه ییزو مسائلو په اړه هم وغږېدل.

حامد کرزي هندي لوري ته ډاډ ورکړی، چې راتلونکی حکومت به له هند سره خپلو دوستانه اړیکو او همکارۍ ته دوام ورکړي:

''لکه تاسو چې تل له افغانستان سره خپله دوستي او ملګرتیا ثابته کړې ده، افغانستان به هم تل ستاسو ترڅنګ وي.''

د انځور حقوق
Image caption د ارګ ویناپاڼه وايي، دواړه مشران د هېواد د ځینو پروژو او سیمه ییزو مسائلو په اړه هم وغږېدل.

دا مهال زرګونه افغان محصلین په هند کې زده کړې کوي، چې په تېرو کلونو کې یې هم زرګونه افغان محصلین روزلي دي.

دغې هندۍ وزیرې افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکې کې به هم له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د انځور حقوق
Image caption د هند د بهرنیو چارو وزیرې او کرزي د وزیر محمد اکبرخان پر تپې یو لوی بیرغ هم پورته کړ، چې د 'بیرغ منار' نوم یې ورکړ.

آغلې سوشما وویل، که د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو هر یو نوماند ولسمشر شي، هند یې هرکلی کوي او د مرستو او همکارۍ ملګرتیا به ورسره وپالي.

هند افغان پوځي افسران روزي

تېر کال افغان حکومت ومنله چې د امنيتي بنسټونو ګڼ شمېر افسران يې اوس مهال د هند په پوځي پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي. هند د بيا رغاونې په برخه کې هم په تېره څه باندې يوه لسيزه کې له افغانستان سره شاوخوا دوه ميليارده ډالره مرسته کړې ده.

هند د بيا رغاونې په برخه کې هم په تېره څه باندې يوه لسيزه کې له افغانستان سره شاوخوا دوه ميليارده ډالره مرسته کړې ده.

د هند او افغانستان اړيکي د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو لپاره پارونکې بلل کېږي، خو افغانستان تل ويلي چې له يوه هېواده سره به يې اړيکي د بل په زيان نه تمامېږي.

هند او افغانستان په ۱۳۹۰ کال د ستراتیژیکو همکاريو یو تړون لاسلیک کړ، چې پوځي همکاري هم پکې شامله ده.

ورته مطالب