د حامد کرزي کور د ارګ میلمستون شو

د انځور حقوق arg
Image caption حامد کرزي خپل کور د ارګ میلمستون په توګه ځانګړی کړ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د ولسمشرۍ د دورې له پای ته رسیدو وروسته هغه کور چې د ارګ د ننه د اوسېدو لپاره ورته ودان شوی نه غواړي په کې ژوند وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال فایق واحد بي بي سي ته وویل، چې ښاغلي کرزي دغه کور د ارګ میلمستون ته ځانګړی کړی.

د نوموړي په وینا، ښاغلي کرزي دغه کور د یوه عادي ژوند لپاره لکه د دغه هېواد نور وګړي یې چې لري مناسب ونه ګاڼه او غوښتنه یې وکړه چې دغه کور دې د ارګ د میلمنو د هرکلي لپاره وکارول شي.

د امنیتي دلایلو له امله دا نه ده اعلان شوې چې ښاغلی کرزی به د خپلې کاري دورې له پای ته رسولو وروسته چیرې ژوند کوي.

دا چې د دغه کور په ودانولو څومره لګښت راغلی چارواکو دا نه ده څرګنده کړې خو د خلکو ترمنځ د ډېر لګښت په اړه ګنګوسې خپرې شوې وې.

د ارګ دغه نوی میلمستون نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ښاغلي کرزي لخوا پرانیستل شو.

د افغانستان د ولسمشرۍ په اعلامیه کې راغلي چې د دغه هېواد د اساسي قانون پر بنسټ هغه ولسمشر چې کاري دوره یې پای ته رسیږي د اوسیدو لپاره دغه ډول ودانۍ باید ورته ودانه شي خو د ولسمشر حامد کرزي په امر دغه ودانۍ به د ارګ میلمستون شي.

سره له دې چې لا تر اوسه د ټاګنو برخلیګ نه دی معلوم او دا نه ده څرګنده چې راتلونکی ولسمشر به څوک وي خو ولسمشر حامد کرزی د ارګ پرېښودو ته چمتوالی نیسي.

د انځور حقوق arg
د انځور حقوق arg
د انځور حقوق arg
د انځور حقوق arg
د انځور حقوق arg

انځورونه د ارګ له نوي میلمستون څخه

ورته مطالب