کرزی: د ترهګرۍ پر ضد یو موټی کېدل پکار دي

د انځور حقوق
Image caption افغانستان په دې سازمان کې څارونکی ګڼل کېږي.

د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف د تاجکستان دوشنبې د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سرمشریزه کې وویل، چې یوازې له پوځي لارې افغانستان ته سوله او ثبات نه شي راتلی.

نوموړي وویل، په افغانستان کې وضعیت خرابېدل د سیمې د وضعیت په نارامۍ نېغه اغېزه کوي.

اسلام کریموف وویل: "یوازې پوځي عمل افغانستان ته سوله او ثبات نه شي راوستلی. افغانان څو کلنو خونړیو جګړو او بې وزلۍ ستړي کړي دي. اوس هر افغان د سولې راتلو نارې وهي."

بل خوا، د تاجکستان او افغانستان ولسمشرانو د دوه اړخیزو همکاریو پر سر خبرې کړې دي.

تاجک ولسمشر امام علي رحمانوف په افغانستان کې د ثبات او ملي یووالی ټینګېدل د هېواد ارامۍ او سولې راتلو لامل ګرځي:

د تاجکستان د ولسمشر له دفتره یوه خپره شوې ویناپاڼه وايي: "دواړو غاړو د ګډو پروګرامونو د تطبیقولو پر سر خبرې وکړې، حامد کرزي او امام علي رحمانوف د ترانزیت د پیاوړتیا او د انرژۍ په برخه کې د دوه اړخیزې راکړې ورکړې پر سر خبرې وکړې."

د دواړو ګاونډیو هېوادونو ولسمشرانو د پولې د ټینګښت او د نشه يي توکو او ناقانونه وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره د پولې د ټينګولو ملاتړ وکړ.

بل خوا، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر کرزي تاجکستان دوشنبې کې د سرمشریزې پیل کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو د ډېرولو غوښتنه وکړه.

ویناپاڼه وايي، حامد کرزي د شانګهای له غړو هېوادونو وغوښتل، چې د سیمې د امنیت لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.

حامد کرزي زیاته کړه، چې د ترهګرۍ جرړې او روزنځایونه د افغانستان له پولې بهر دي، چې په وینا یې له اورپکۍ ګټه اخیستل او د بل هېواد د ویجاړۍ چاره هېڅ راتلونکی نه لري.

کرزي له شانګهای او سارک سازمانونو غوښتنه وکړه، چې په ګډه د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پروړاندې لاسونه سره یو کړي.

د انځور حقوق
Image caption حامد کرزي د شانګهای له غړو هېوادونو وغوښتل، چې د سیمې د امنیت لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.
د انځور حقوق AP
Image caption Shanghai Cooperation Organisation هغه نړيوال سازمان دی چې د څو هېوادونو له خوا د امنيتي ملګرتيا په هيله جوړ شوی دی.

حامد کرزي، چې د واک موده یې پای ته رسېدلې ده، د سیمې د هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره هر راز سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ته چمتو دی.

نوموړي د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو لانجمن بهیر ته په اشارې سره وویل، هیله یې دا ده چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان او د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ژر جوړ شي.

افغانستان د شانګهای په سازمان کې د څارونکي غړي په توګه برخه لري او روسیه، چین، ازبکستان، قزاقستان ، تاجکستان او قرغیزستان ددغه سازمان اصلي غړي هېوادونه دي.

ورته مطالب