افغانانو ته د خوړو او کاري زمینو ډېرولو پنځه کلن پلان

Image caption د چارواکو په وینا،‌ د تېرو پنځو کلونو نژدې ۶۶ سلنه اقتصادي پروګرامونه عملي شوي دي.‌

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، د افغانستان د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د نوې تګلارې اصلي هدف به پر کرنیزه برخه راټول وي.‌

د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وايي، د دغه پراخه کرنیز پروګرام پلي کول به له یوې خوا د دندو د پیدا کېدو لامل وګرځي،‌ او له بل پلوه به خلکو د خوړو پراخې سرچینې برابرې شي.

ښاغلی ارغندیوال زیاتوي، د کرنې پراختیايي چارې تلپاتې برېښنا او امنیت ته اړتیا لري،‌ خو د پانګوالو لپاره یوازې له وارداتي برېښنا ګټه اخیستل ډېرې ستونزې راټوکوي.‌

د افغانستان ملي اقتصادي پلان پنځه کلن دی،‌چې د اقتصاد وزارت هر کال ددغې تګلارې له مخې د خپلو پروګرامونو د پلي کولو پروګرام اعلانوي.

په دغه پروګرام کې څلور اساسي برخې (امنیت،‌ حکومتولۍ،‌ د قانون او بشري حقونو تطبیق،‌او د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا) شاملې دي.

د تېرو پنځو کلونو د دغه پلان پربنسټ،‌ له ۱۳۸۷ کال تر ۱۳۹۲ پورې په افغانستان کې ټول ټال ۱۵،‌۶ میلیارد ډالر پانګونه شوې ده،‌ چې ۴،۴ میلیارد یې د ملي بودیجې له لارې او پاتې نوره یې د نړیوالې ټولنې او ملي بنسټونو له خوا لګول شوې ده.‌

د پانګونې د کچې په پام کې نیولو سره ددغه پروګرام نژدې ۶۶ سلنه برخه عملي شوې،‌ چې د روغتیا سکتور ۸۸ سلنه‌،‌ پراختیايي او خصوصي سکتور شاوخوا ۴۵ سلنه لاسته راوړنې درلودې.‌

د کارپوهانو په وینا،‌ روانې جګړې او سیاسي اړدوړ په تېرو دېرشو کلونو کې د افغانستان د کمزورې اقتصادي ودې لامل شوي،‌ خو په ښه مدیریت او له معدني او طبیعي زېرمو په ګټې اخیستو سره امکان شته چې تېر اقتصادي ټيټ‌ بهیر جبیره کړای شي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې لاهم افغانستان د کورنیو لګښتونو تر عُهدې نه شي وتلی،‌ چې د چارواکو په وینا،‌ د افغانستان د عادي بودیجې ۴۵ سلنه پر بهرنیو مرستو تکیه کوي،‌ او پراختیايي بودیجه هم په بشپړ ډول د بهرنیو بسپنه ورکوونکو له خوا ورکول کېږي.

ددې ترڅنګ افغان چارواکي د کاغذ پر مخ د پروګرامونو په جوړولو کې ماهر ګڼل کېږي، خو په عملي ډګر کې بیا کمزوري دي.‌ وبه کتل شي چې د اقتصاد وزارت نوي پروګرامونه د وخت په تېرېدو تر کومې کچې عملي کېدونکي او ریښتوني دي.‌

ورته مطالب