د حشمت خان کول ۴۰ هکتاره ځمکه غصب شوې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د حشمت خان کول یو وخت د پاچاهانو د ښکار ځای و.

هغه کمېسیون چې د افغانستان د دولت د بېلابېلو ادراو له استازو جوړ شوی و او د کابل ښار حشمت خان کول سیمې په تړاو یې څېړنه کوله وایي، د حشمت خان کول د سیمې له ۱۹۱ هکتاره ځمکې ۴۰ هکتاره یې زورواکو غصب کړې ده.

دغه کمېسيون غوښتنه کوي چې غصب شوې ځمکه باید بېرته واخیستل شي د نویو ودانیو د جوړوولو مخه ونیولی شي، او دغه سیمه دې د پخوا په څېر په تفریحي سیمې بدله شي.

د حشمت خان کول چې د پلازمېنې کابل په بالاحصار سیمه کې دی یو وخت د پاچاهانو د ښکار ځای و.

د لوګر د سیند اوبه دغه ځای ته راتلې او د پسرلي په موسم کې به مهاجرې مرغې همدې سیمې ته راټولېدلې.

په ۱۳۴۹ کال کې د هماغه وخت حکومت دا سیمه تفریحي ځای اعلان کړې وه خو اوس مهال دې سیمه کې نه اوبه شته نه سمسور ځایونه او نه هم د مرغانو چڼار شته.

په وروستیو کلونو کې دغه سیمه د نورو ډېر شمېر ځمکو په څېر د زورواکانو له خوا غضب شوه.

دا چې دغه سیمه بېرته د پخوا په څېر بدله شي د افغانستان حکومت یې څه موده وړاندې د بدلون لپاره یو کمېسیون جوړ کړ.

دغه کمېسیون سره له دې چې د کوم ځانګړي کس نوم په ګوته نه کړ خو وایي، چې له ۱۹۱ هکتاره ځمکې یې ۴۰ هکتاره د زورواکو له خوا غضب شوې او خپلسري کورونه پکې ودان شوي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر او د دغه کمېسیون غړی عبدالهادي ارغندیوال وایي، د دغې سیمې د جوړولو لپاره باید غصب شوې ځمکې له زورواکو واخیستل شي او هغه بازارونه چې هلته جوړ شوي ویجاړ شي.

د دولتي ځمکو لاندې کول او غصبول هغه ستونزه ده چې په تېرو دریو لسیزو کې په ټول افغانستان کې روانه ده.

دغه چاره نه یوازې په کابل بلکې د افغانستان په ډېری سیمو کې روانه ده، چې د مېلو ځایونه او دولتي ځمکې د سیمه ییزو زورواکانو له خوا نیول شوي او اوس یې هم په ولکه کې دي، چې ډېری یې لامل په افغان حکومت کې د ځمکو د مافیا ډېرېدل او د پراخ فساد موجودیت ګڼي.

د روان کال په لومړیو کې د افغانستان ولسي جرګې د ځمکو د غصب د منع قانون د تصویب په حال کې ویلي وو، چې په تېرو دریو لسیزو کې له دوه میلیون جریب نه ډېره ځمکه غصب شوې.

ورته مطالب