کاندیدان څومره سره نژدې شوي؟

Image caption د اشرف غني ویاند د عبدالله تر ویانده زیات خوشبین دی او وايي ''زموږ په آند نور خنډونه په مخ کې نه دي پاتې.''

تر څو میاشتو بې برخلیکۍ وروسته داسې برېښي چې افغانستان له یوه ولسمشره بل ته د واک لېږدونې لپاره تیار دی.

اټکل دی چې د ولسمشر واک به اشرف غني احمدزی ترلاسه کړي او یو تن به بل د ډاکټر عبدالله له خوا د اجراییوي مشر په توګه ونومول شي چې د لومړي وزیر له څوکۍ سره به برابر واک ولري.

دغه لیکنه د اشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله، ولسمشر له ویاندویانو او د امریکا سفارت له دیپلوماتانو سره د خبرو پربنسټ شوې.

دواړو نوماندانو د دوشنبې او سه شنبې په ورځو څو ساعته لیدنې درلودې، د زیاتره لیدنو زمینه د امریکاییانو له خوا برابره شوې وه خو ولسمشر کرزي هم پکې کلیدي رول درلود.

لومړی ځل دی چې ټولې خواوې وايي دوی یوې معاملې ته سره نژدې شوي دي.

تېره اونۍ د موافقې په وړاندې شاوخوا شل خنډونه موجود وو، خو اوس دغه شمېر دوو دریو ته راټیټ شوی دی.

د اشرف غني ویاند د عبدالله تر ویانده زیات خوشبین دی او وايي ''زموږ په آند نور خنډونه په مخ کې نه دي پاتې.''

تر ټولو لویه ستونزه دا ده، وروسته تر هغه چې د ټاکنو پایلې د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیونه ووځي نو څه ډول اعلان شي. اټکل دی چې دغه پایلې د پنجشنبې په ورځ اعلان شي.

عبدالله عبدالله اوس اشرف غني د ولسمشر په توګه مني، خو د ملي یووالي حکومت غواړي چې ټاکنې په کې دومره د پام وړ ونه اوسي. د عبدالله

ډله غواړي لومړی د سیاسي معاملې اعلان وشي او د ټاکنو پایلې یې په سیوري کې پاتې شي.

اشرف غني په دې باور دی چې دی باید له قانون سره سم د ټاکنو له لارې ولسمشر اعلان شي او وروسته د ملي یووالي حکومت جوړ کړي.

عبدالله د زیات واک ترلاسه کولو لپاره د خپلو ځینو ځواکمنو پلویانو تر سخت فشار لاندې دی.

د عبدالله ویاند وايي که د ټاکنو پایلې له سیاسي موافقې مخکې اعلان شي نو دوی به له بهیره ووځي. د هېواد په زیاتره برخو کې به سرغړونې وشي او ګډوډۍ به وي چې سمبالول به یې ګران وي او ترڅنک بهیې د افغان ځواکونو د ټوټه کېدو لامل شي.

د واک د ویش د فرصتونو پر سر لا هم خبرې روانې دي. اشرف غني په منصفانه ډول د دندو پر ویش ټینګار کوي، خو عبدالله برابرۍ ته ډېر لېواله دی.

بله مهمه موضوع د اجراییوي مشر د صلاحیتونو په تړاو ده. دواړه ډلې پر دې سره سلا دي، چې د اجراییوي مشر څوکۍ دې د لویې جرګې له خوا د لومړي وزیر څوکۍ تر رامنځ ته کېدو موجوده وي.

Image caption لومړی ځل دی چې ټولې خواوې وايي دوی یوې معاملې ته سره نژدې شوي دي.

خو د عبدالله په آند اجراییوي مشر لومړی وزیر دی، خو د غني په آند دا د اساسي قانون له ۷۱ مادې سره په ټکر کې دی چې اجراییوي صلاحیت ولسمشر ته ورکوي.

د اشرف غني ډلې په آند د حل لارې چې رامنځ ته کیږي باید له اساسي قانون سره په ټکر کې نه وي. خو تر اوسه یې اجراییوي مشر ته کافي واکونه منلي او پرته له هغه چې د حکومت مشري یې پر غاړه وي د ځانګړو واکونو خاوند وي.

کله چې موافقه وشي او اټکل دی چې ژر ترسره شي، نو تر رسمي لاسلیک مخکې به عبدالله څو ورځې نورې وخت وغواړي چې له خپلو کسانو سره مشورې پرې وکړي.

هلته معاملې کیږي خو ښايي موږ د پوهاوي په یوه نامطلوب حالت کې واوسو او د موضوع د روښانتیا لپاره زیات جزییات په واک کې ونه لرو.

ورته مطالب