د ولسي جرګې د امنیتي وضعیت ارزولو غونډه ګډوډه شوه

د انځور حقوق Parliament
Image caption داودزي وویل، هره ورځ د ډیورنډ کرښې له هاخوا بریدونه کېږي او برید کوونکي تښتي.

د افغانستان ولسي جرګې د هېواد امنیتي چارواکي د روان امنیتي وضعیت او اندېښنو په اړه د څرګندونو لپاره عمومي غونډې ته وربللي، خو د څه مودې لپاره عمومي غونډه د اداري پلاوي له کنټروله ووته او ګډوډي پکې راغله.

د غونډې په پیل کې ځینو وکیلانو له امنیتي چارواکو د روان کړکېچن وضعیت په اړه پوښتنې وکړې، خو کله چې دفاع وزیر بسم الله محمدي خبرې او ځوابونه پیل کړل، د کابل استازي رمضان بشردوست یې خبرې غوڅې کړې او هغه یې د "ملا عمر استازی" وباله او له غونډې ووت.

ښاغلي محمدي سم لاسي غبرګون وښود، او ښاغلی بشردوست یې د "پردیو جاسوس" وباله.

بسم الله محمدي وویل: "ملا عمر ته پخپله یې، د پردیو په امر دلته راغلی یې، کښېنه چې ځواب دې ووایم، ته سپکاوی کوې، ته د پردیو جاسوس یې او د پردیو په امر دا خبرې کوې. کښېنه او زما خبرې واوره."

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي د غونډې پیل کې وویل، په وروستیو میاشتو کې د هېواد امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی، چې د هېوادوالو اندېښنې یې ډېرې کړې دي.

ښاغلي ابراهیمي وویل، د جرګې د رخصتیو له کبله ولسي جرګه د امنیتي بنسټونو د چارواکو د څرګندونو په تړاو د هغوی ورغوښتل وځنډول شول، چې بالاخره د چارشنبې په ورځ هوډ دا شو، چې د دفاع او کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت مرستیال د امنیتي اندېښنو په اړه څرګندونې وکړي.

د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي وویل د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان له لوري د خندق کیندلو په اړه وکیلانو ته وویل: ''پاکستان له صفري کرښې نه څلور کیلومتره لیرې د خندق کیندل پیل کړي. لومړی یې د کندهار معروف ولسوالۍ کې له صفري کرښېۍ دوه کیلومتره لیرې د بنسټونو جوړول پیل کړل، جګړه پیل شوه، یو کس هم پکې ووژل شو، بیا یې زابل ته نژدې له صفري کرښې شپږ سوه متره لیرې بنسټونه پیل کړل. دوی اعلان وکړ، چې د خندق کیندل زموږ یوه پروژه ده، چې۲۸۰ میلیون کلدارې ورته تصویب شوې. خو موږ مستقیمه حمله نه کوو؛ ځکه چې له صفري کرښې هاخوا خندق کیندل کېږي. اوس سیمې ته پلاوی تللی، باید حکومت د پلاوي تر راتګ وروسته پرېکړه وي.''

داودزي وویل، هره ورځ د ډیورنډ کرښې له هاخوا بریدونه کېږي او برید کوونکي تښتي.

پنجابي طالبانو په یوه ښار کې مطبوعاتي کانفرانس ورکړ، له پاکستان نه دا سوال پکار دی.

په نننۍ غونډه کې لومړی وکیلانو پر امنیتي ارګانونو نیوکې وکړې، خو ځینو نورو یې ستاینه وکړه.

دغې غونډې ته د دفاع وزیر بسم الله محمدي، د کورنیو چارو وزیر عمر داودزی او د ملي امنیت مرستیال حسام الدین حسان ورغوښتل شوي.

تېره ورځ مشرانو جرګې امنیتي چارواکي ورغوښتي وو.

د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د امنیتي ځواکونو د تلفاتو ډېرېدو په اړه خبرې وکړې، خو ترې وړاندې د ولسي جرګې د وکیلانو له خوا د پاکستان له لوري د ډیورنډ پر کرښه د خندق کیندلو په اړه جدي پوښتنې ترې وشوې.

د انځور حقوق Parliament
Image caption تېره ورځ مشرانو جرګې امنیتي چارواکي ورغوښتي وو.

وکیلانو اندېښنه وښوده، چې پاکستان ولې د ډیورنډ پر کرښه خندق کیندي.

د دفاع وزیر وویل، اوس افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو له حضور پرته د حکومت د مخالفانو پر وړاندې جنګېږي.

د ولسي جرګې غړو ته د ملي امنیت مرستیال حسام الدین حسام وویل، په وروستیو کې د حکومت وسله والو مخالفانو په ختیځ کونړ او نورستان، په شمال ختیځ بدخشان او شمالي کندوز فاریاب او سوېلي هلمند ولایتونو کې بریدونه ډېر کړي دي.

په پام کې ده، د روان کال تر پایه د ناټو په مشرۍ ډېری بهرني جنګېدونکي ځواکونه له هېواده ووځي، او افغان امنیتي ځواکونه په خپلواک ډول د دفاع لپاره چمتو شي.

خو د افغان ځواکونو په وسلو نه سمبالېدل او د وسله والو مخالفانو د بریدونو ډېرېدل د افغان ځواکونو پر وړاندې لویې ستونزې دي.

تېره ورځ (سې شنبې) د کابل په زړه کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه درې بهرني پوځيان ووژل او ۱۵ افغانان یې ټپیان او لسګونه موټر یې ویجاړ یا سخت زیانمن کړل.

ورته مطالب