کتاب وژغورئ

د انځور حقوق b
Image caption د جګړې او باروتو د لوګیو له امله غزني کې تاریخي اثار، کتابتون او د رادیو تلویزیون ارشیف ته زیانونو اوښتي

د غزني ښار د وروستیو چاودنو او ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې د فرهنګ اوکلتور د کور ډېر څه لولپه شول.

په دغو بریدونو کې د غزني عامه کتابتون، موزیم او د رادیوتلوېزیون آرشیف ته ډېر زیان ورسېده.

کلونه کلونه وړاندې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال ۱۲۴۶کال کې د غزني ادب پالو او فرهنګیانو له خوا په غزني کې دکتابتون د جوړېدو تابیا وشوه او له هرې خوا ځینې چاپي او خطي کتابونه راټول شول.

د سلګونوخطي نسخو د شتون له کبله پکې د خطي نسخو څانګه هم فعاله وه.

له بده مرغه وروستیو چاودنو او ځانمرګو بریدونو دا هر څه تر خاورو لاندې کړل، چې دغه کتابتون ته د اوښتي زیان او د ژغورل شویو کتابونو او اثارو په اړه د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست سرپرست راز محمد تلاش داسې وویل:"

د انځور حقوق b
Image caption 'کتاب وژغورئ' تر نامه لاندې حشر کې د ادب پالو او د غزني د شریفو خلکو په مرسته د کتابونو د ژغورلو هڅې ترسره شوې

په خواشینۍ سره د اطلاعاتواوفرهنګ، رادیو تلویزیون او موزیم ودانۍ مو ترډېره له منځه تللې او د استفادې وړ نه دي. په عامه کتابتون کې مو په زرګونو ټوکه کتابونه او کابو پنځوسو کلونو راپدېخوا د هېواد د ورځپاڼو کلیکسیونونه ترخاورو لاندې شوي وو. او د موزیم اثارو مو هم ورته حالت درلود. خواوس موږ 'کتاب وژغورئ' تر نامه لاندې حشر کې د ادب پالو او د غزني د شریفو خلکو په مرسته وتوانېدو چې شاوخوا لس زره کتابونه وژغورو چې ځینې خطي نسخې هم پکې شاملې دي او د موزیم اثار مو یوه خوندي ځای ته ولیږدول.خو وروسته به معلومه شي چې څومره کتابونه مو له منځه تللي دي." د کتابتون ترڅنګ د غزني موزیم په امان پاته نه شو ودانۍ يې چې کال وړاندې جوړه شوه په بشپړ ډول له منځه تللې، په دغه موزیم کې تر ډېره د ۲۰۱۳ کال په ویاړ چې غزني د اسلامي تمدن پلازمېنې په توګه ونومول شو، یوشمېر داسې اثار نندارې ته کېښودل شول، چې د اسلامي او ځانګړي ډول د غزنویانو په دورو پورې يي تړاو درلود. د غزني د موزیم مسؤول احمد زکریا نصرتي وايي:"د غزني په موزیم کې ۱۳۶ قلمه ډول ډول اثار چې موږ په څلورو برخو وېشلي وو، پکې د مرمرینو ډبرو، استوک، سرامیکو، کودوړو، برونزو او خاورینو توکو اثار شامل ول دا اثار مو د اسلامي تمدن د پلازمینې په ویاړ نندارې ته په اته ویشتو ویترینونو کې اېښي ول. دا اثار په برید کې زیانمن شول.

د انځور حقوق b
Image caption د کتابتون ترڅنګ د غزني موزیم په امان پاته نه شو ودانۍ يې چې کال وړاندې جوړه شوې وه زیات زیان ور اوښتی

که څه هم د موزیم ودانۍ ته زیات زیان ورسېده، خو له دې سره مو اثار راویستل ځینې اثار مات شوي، خو د جوړېدو تمه يې شته. د اوس لپاره مو دا اثار خوندي ځای ته انتقال کړي." د جګړې او باروتو د لوګیو له امله تاریخي اثارو، کتابتون او د رادیو تلویزیون ارشیف ته اوښتي زیانونو د غزني فرهنګیان هم اندېښمن کړي. هغوی وايي، فرهنګ او کلتور د هرملت هویت ګڼل کېږي. او کله چې کلتور او فرهنګ له منځه لاړشي نو بیا ملت هم ورک بوله. د غزني د رادیو تلویزیون مشر محمد نصیر بیان د رادیو تلویزیون ودانیو او ارشیف ته د اوښتو زیانونو په اړه وايي:"که څه هم په دغه برید کې زموږ د رادیو او هم د تلویزیون ودانۍ زیاتې زیانمنې شوې او د استفادې وړنه دي، ارشیف ته مو چې د کابو دېرشو کلونو مواد پکې خوندي وو، زیات زیان ورسېد.

خو له دې سره هڅې مو پیل کړې تر ډېره مو د ارشیف مواد روغ راو‎ایستل. د اوس لپاره مو د ایف ایم په څپو رادیو خپرونې پیل کړې."

د انځور حقوق b
Image caption د غزني موزیم ۱۳۶ قلمه ډول ډول اثار درلودل چې په څلورو برخو وېشل شوي وو

د ابو ریحان البیروني کتابتون کې په زرګونو ټوکه کتابونه، په موزیم کې هم په سلګونو تاریخي اثار او د ملي رادیو تلویزیون د ودانیو تخنیکي وسایلو ترڅنګ ‎څو کلن ارشیف ته زیان رسېدل هغه څه دي چې د فرهنګي چارو د کارپوهانو په اند هېڅ جبیره کېدلی نه شي.

ورته مطالب