بي بي ګل، افغانه مبارزه مېرمن

Image caption بي بي ګل خپل شپږ زامن د افغانستان په ۳۰ کلنې جګړه کې له لاسه وکړي دي

د افغاني ټولنې یوې بلې فعالې مېرمنې بي بي ګل له دې نړۍ سترګې پټې کړې

بي بي ګل یو اتیا کلنه وه چې د ژوند تر وروستیو شیبو یې د قومي لانجو او دښمنیو په هوارولو کې فعاله ونډه درلوده.

دغې ښځې د شوروي د سرو لښکرو سره د مبارزې پر مهال د ننګرهار په خیوې ولسوالۍ کې د یوې ډلې نارینه وو مشري پر غاړه درلوده.

بي بي ګل خپل شپږ زامن د افغانستان په ۳۰ کلنې جګړه کې له لاسه ورکړل.

دغه نالوستې زړه ښځه د خپلو کلیوالو په منځ کې پر قومندانې او اتلې نومول شوې وه.

په خیوې کې د بي بي ګل د غم ټغر خپور شو

بي بي عایشه چې په بي بي ګل پیژندل کیده د سپتمبر په پنځلسمه دوشنبې په ورځ په کابل کې مړه شوه.

هغه یې په خیوې ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارله. له دې کبله چې د خلکو ترمنځ یې نیک نوم درلود نو ډیرو خلکو یې په جنازه کې برخه اخیستې وه.

نوموړې په داسې حال کې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه چې زړه یې له دردونو او غمونو ډک وو.

بي بي ګل پوره دیرش کاله د خپلو زامنو قاتلانو ته د سزا ورکولو لپاره هڅه وکړه خو بریالۍ نه شوه او له درده ډک زړه له نړۍ لاړه .

Image caption ۸۱ کلنه بي بي ګل د روانې اونۍ په لومړیو کې په کابل کې په حق ورسېده

بي بي ګل په خپل قوم او خپلوانو کې په اتلې نوم وتې وه او د قومي لانجو او جنګونو په هوارولو کې یې د قومي مشرې ځای خپل کړی وو. بي بي ګل مې تیر کال پسرلي موسم کې د ننګرهار په خیویې ولسوالۍ کې ولیده له وجوده ډنګره او ضعیفه ښکارېده خو ډیره هڅانده وه.

نوموړې تل د ښځو په زدکړو بوخته وه د میلونونو افغانو مېرمنو په منځ کې یوه وه چې د وژل شویو زامنو داغ یې تر مرګه په زړه وو.

بي بي ګل د جګړې په ډګر کې

بي بي ګل په شپیتمه لسیزه کې د سرولښکرو پر وړاندې جګړه کې توپک په اوږه لاره او د درې نور او خیوې په غرونو کې له نارینو سره یو ځای جنګیده.

هغې مجاهدینو ته ډوډۍ او درمل ور رسول او د هغوی جامې به یې ورته منځلې.

نوموړې د خپلو ۶ وژل شویو زامنو له ډلې چې یو یې له سرو لښکرو سره په جګړه کې وژل شوی و یواځې د یوه مړی خاورو ته وسپاره او پاتې پنځه زامن یې د مرګ تر ورځې ونه لیدل.

بي بي ګل پوره دیرش کاله د خپلو زامنو قاتلانو ته د سزا ورکولو لپاره هڅه وکړه خو بریالۍ نه شوه او له درده ډک زړه له نړۍ لاړه .

نوموړې په دې وروستیو کې د خپل یوه زوی نوم په هغه نوملړ کې ومونده چې د غوايي یا ثور انقلاب پر مهال د څرخي پله په زندان کې اعدام شوي و. بي بي ګل نه یواځې په افغانستان کې بلکې د خپلو زامنو د محکمې د ګټلو لپاره د هالند هاګ ته هم تللې وه.

بي بي ګل د خپلې کورنۍ له نظره

د بي بي ګل زوې نیک محمد وایي، مور یې د هڅو او اتلولۍ یوه نښه وه:"مور مې د قومي مشرې، د جګړې قومندانې او یوې ښې مشرې رول درلود. هغې څو ځلې د قومي ستونزو په حل کې خپل رول لوبولی او تل به یې د خلکو ترڅنګ ژوند کاوه. بیوزلې وه په بیوزله کلي کې یې ژوند کاوه، په هر ډول سختو شرایطو کې یې محکمې ته د خپلو زامنو د قاتلانو د رسولو له هڅو لاس وانه خیست".

بي بي ګل نالوستې وه خو د ښځو تر منځ یې د یوې لارښونکې او ښونکې په څیر دنده ترسره کوله.

د بي بي ګل لمسۍ د خپلې نیا په هکله داسې وایي:"هغه څه چې ما له خپلې انا زده کړي دا دي چې مېرمنې له نارینه وو کمې نه دي او په ځینو وختونو کې حتی یو ګام ترې مخکې دي او دا هغه څه وه چې د خپلې انا په ژوند کې مې عملاً ولیدل".

ورته مطالب