اشرف غني احمدزی د افغانستان ولسمشر شو

اشرف غني احمدزی د انځور حقوق AP
Image caption اشرف غني په ټاکنو کې د تحول او تدوام ټیم مشري په غاړه درلوده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي د حکومت جوړولو د هوکړه لیک تر لاسلیکولو څو ساعته وروسته د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې.

د دغه کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني نن (یکشنبه، سپتمبر ۲۱) د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې اعلان وکړ چې اشرف غني احمدزی د افغانستان د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې ګټونکی دی:

''د ټاکنو خپلواک کمیسیون محمد اشرف غنی احمدزی د هېواد ولسمشر اعلانوي.''

که څه هم تمه دا وه چې د دواړو کاندیدانو د رایو سلنه به اعلانېږي، خو د تمې خلاف نورستاني د دواړو کاندیدانو د رایو سلنه اعلان نه کړه.

د ټاکنو پایلې له څو میاشتو ناندریو او جنجالونو وروسته چې نوماند عبدالله عبدالله په کې د پراخې درغلۍ ادعاوې هم کړې وې، اعلانېږي.

د ټاکنو ناندرو او لانجو د غوڅولو په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري افغانستان ته دوه ځلې سفر وکړ.

نوموړي د خپلو سفرونو په ترڅ کې دواړه نوماندان د ملي یووالي حکومت جوړولو ته هڅولي وو او پیل کې په ظاهره په دې اړه یوه هوکړه هم لاسلیک شوې وه.

خو وروسته بیا د اجرایوي مشر د څوکۍ د واکونو پر سر د اختلاف له کبله د دواړو نوماندانو تر منځ د هوکړې خبرې بریالۍ نه شوې.

تمه ده چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ په نوي افغان حکومت کې به د اجراییوي مشر څوکۍ د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې کوم غړي ته ورکول کېږي.

اشرف غني په ټاکنو کې د تحول او تدوام ټیم مشري په غاړه درلوده او ترڅنګ یې عبدالرشید دوستم او سرور دانش، په ترتیب لومړی او دویم مرستیالان وو.

د انځور حقوق
Image caption په یکشنبې اشرف غني او عبدالله د ملي یووالي د حکومت جوړولو هوکړه لیک هم لاسلیک کړ

ښاغلی غني ۶۰ کلن دی، چې د کابل سوېل لوګر ولایت کې زیږېدلی.

نوموړي د بیروت امریکايي پوهنتون، او په نیویارک کې د کولمبیا پوهتونو کې لوړې زده کړې کړې دي او د خلکو پېژندنې برخه کې یې دوکتورا اخیستې ده.

ښاغلی احمدزی د حامد کرزي حکومت کې د امنیتي برخې "افغاني کولو" له مهمو طراحانو څخه دی.

اشرف غني احمدزي څو کاله په نړیوال بانک کې کار کړی او په رسنیو کې د افغانستان د مسائلو د کارپوه په اړه ډېر مشهور و.

اشرف غني احمدزی عبدالله عبدالله
د حکومتي چارو مسلکي او د نړیوال بانک مخکنی چارواکی. له طالبانو سره ازادې خبرې غواړي د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ضد خوځښت غړی. له طالبانو سره محتاطانه خبرې غواړي
سوېلي پښتون مېشتو ولایتونو کې نفوذ لري په شمالي تاجک مېشتو سیمو کې نفوذ لرونکی
عبدالرشید دوستم یې ملاتړی دی د دوستم مخالف او د بلخ د والي او شتمن عطا محمد نور ملاتړ ورسره دی
د ولسمشر حامد کرزي ورور، قیوم کرزي یې ملاتړ کړی د هزاره ګانو یو مشر محمد محقق یې هم ملا تړي
د احمد شاه مسعود ورور، احمد ضیاء مسعود ورسره ولاړ دی ګل اغا شیرزی ورسره ولاړ دی

هغه په ماليې وزارت کې د وزیر په توګه اصلاحات پیل کړل چې په دې برخه کې یې یو لړ لاسته راوړنې هم درلودې؛ خو بیا وروسته نوموړی په دې کار کې له مخالفتونو سره مخامخ شو.

هغه په حکومتي ادارو کې د فساد موجودیت او د ولسمشر کرزي د پروګرامونو ناکامي د کمزوري مدیریت لامل بللی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ټاکنو پایلې د څو میاشتو ناندرو او جنجالونو وروسته چې نوماند عبدالله عبدالله په کې د پراخې درغلۍ ادعاوې هم کړې وې، اعلانېږي.

اشرف غني احمدزی په ۲۰۰۶ کال له افغانستانه د کوفي عنان پر ځای د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دندې ته معرفي شو، خو اوسنی عمومي منشي بان کي مون وټاکل شو.

ښاغلي احمدزي د ۱۳۸۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې هم د اوسني ولسمشر حامد کرزي پر وړاندې سیالي وکړه، خو ډېرې پام وړ رایې یې ترلاسه نه کړې.

حامد کرزي د خپل واک په دویم پړاو کې اشرف غني احمدزی له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي لېږد د پروګرام مشر وټاکه، چې ټاکل شوې دغه پروګرام راتلونکی کال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې بشپړ شي.

ورته مطالب