وردګو کې ټکر د ۱۷ مساپرو ژوند اخیستی

Image caption کارپوهان وایي دولت باید د معیاري سړکونو د جوړولو، په لویو لارو د ترافیکي وضعیت د کنټرول په موخه د اړینو امکاناتو برابرولو او په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره جدي اقدمات وکړي.

د افغانستان پلازمېنې کابل ته څېرمه په میدان وردګو ولایت ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

د وردګو مطبوعاتي دفتر بي بي سي ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پېښه تېر ماښام (پنجشنبه) شاوخوا شپږ بجې د کابل- غزني پر لویه لار نرخ ولسوالۍ کې د کرولا او ۳۰۰ مساپر وړونکي موټر د ټکر له کبله رامنځ ته شوې ده.

د میدان وردګو د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، ۳۰۳ موټر له غزني کابل او کرولا له کابله غزني ته روانه وه، چې په یاده سیمه کې له یوبل سره ټکر شول.

خوږیاڼی وايي، د کرولا شپږ واړه سپرلۍ، چې دوه یې مېرمنې دي، وژل شوې او د ۳۰۳ موټر ۱۱ سپرلۍ وژل شوې او ۳۵ نور کسان ټپیان دي.

سرچینه وايي، د ۳۰۳ موټر چلوونکی ژوندی او تښتېدلی دی.

دی وايي، زیاتره ټپیان کابل ته لېږدول شوي، چې د ۲۰ ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

نوموړی د پېښې اصلي لامل د چلوونکو بې احتیاطي بولي.

دوه ورځې وړاندې هم د کابل – غزني پر لویه لاره په نرخ ولسوالۍ کې د دوو ټېلرو په ټکر کې دواړه چلوونکي وژل شوي وو.

کارپوهان وایي دولت باید د معیاري سړکونو د جوړولو، په لویو لارو د ترافیکي وضعیت د کنټرول په موخه د اړینو امکاناتو برابرولو او په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره جدي اقدمات وکړي.

د بي بي سي د ۲۰۱۱ کال د یوې څېړنې له مخې، د رسمي شمېرو پربنسټ په افغانستان کې په ۲۰۱۰ کال د ځانمرګو او نورو بریدونو پرتله په ترافیکي پېښو کې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

د ترافیکو د ریاست شمېرې ښیي چې دغه تلفات په ۱۱۱۷ ترافیکي پېښو کې رامنځ ته شوي.

په ۱۳۸۸ کال افغانستان کې ترافیکي پېښو ۱۳۹۰ تنه وژلي وو.

ورته مطالب