د افغانستان د 'ملي یووالي حکومت' هوکړه لیک لاسلیک شو

د انځور حقوق AP
Image caption دواړو کاندیدانو تر هوکړه لیک لاسلیکولو وروسته خبرې ونه کړې.

د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د یکشنبې په ورځ (وږی ۳۰) په ارګ کې د ولسمشر کرزي، او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو په حضور کې د "ملي یووالي حکومت" جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د هوکړه لیک تر لاسلیکېدا وروسته، د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نن (یکشنبه) به د ولسمشریزو ټاکنو ددویم پړاو رایو وروستۍ پایلې په یوه کنفرانس کې اعلان کړي.

تر هوکړه لیک وروسته ولسمشر حامد کرزي پخپله لنډه وینا کې وویل: "زه، جهادي مشران او افغان چارواکي له دوی سره د افغان هېوادوالو د سوکالۍ لپاره همکاران یو، که دوی مشوره غوښته، په امانتداري به چمتو یو. ددغه تړون په منځپانګه کې موږ هېڅ کار نه لرو، مسؤولیت یې هم ددوی دی."

حامد کرزي دواړو کاندیدانو ته د مبارکۍ ویلو سربېره دا هم وویل، هیله یې دا ده چې کاندیدان په ګډ حکومت کې د افغانانو هیلې پوره کړي:

"هیله مو دا ده چې دوی د افغانانو هغه هیلې پوره کړي، چې له ډېر وخت راهیسې ورته تږي وو. دواړو ته بریالیتوب او ښېګڼه غواړم، په دې هیله چې د هېواد خدمت وکړئ. هغه خدمتونه چې زموږ له لاسه ونه شول، هیله من یم چې تاسو یې پوره کړئ."

د هوکړه لیک مهم ټکي

ددغه هوکړه لیک د هغې برخې پربنسټ، چې تر لاسلیکېدا مخکې د بي بي سي ګوتو ته رسېدلې، اووه برخې لري، چې د دواړو کاندیدانو له نومونو پرته د "برابرښت" او "وړتیا په پام کې نیولو" اصل پربنسټ د لوړپوړو چارواکو د ګومارلو ټینګار شوی.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق
د انځور حقوق
د انځور حقوق AP

د اساسي قانون د بدلولو لپاره لویه جرګه جوړول

ددغه هوکړه لیک لومړۍ برخه د اساسي قانون د بدلولو لپاره د لویې جرګې جوړولو ته ځانګړې شوې. په هوکړه لیک کې په ډاګه ویل شوي، چې ولسمشر به د لوړې تر مراسمو وروسته، د اساسي قانو د تعدیل د طرحې چمتو کولو لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړوي.

د ټاکنیز سیستم اصلاح کول

د هوکړه لیک بله برخه د برېښنايي تذکرو د وېشلو او چمتو کولو لپاره ځانګړې شوې. همداشان، په دې هوکړه لیک کې د ټاکنیز سیستم پر اصلاح هم ټینګار شوی دی.

د اجراییوي مشر پوست

د هوکړه لیک دویمه برخه د اجراییوي مشر پوست ته ځانګړې شوې. اجراییوي مشر به د حکومت د پرېکړو کولو په ناستو کې ګډون کوي او د حکومت اجرایوي او اداري چارې سمبالول به مخته وړي. د اجراییوي مشر د دفتر جوړولو لپاره به ځانګړې اداره او مالي جوړښت رامنځ ته کېږي.

د کابینې او وزیرانو شورا جلا کېدل

د هوکړه لیک د دویمې برخې پربنسټ، ولسمشر به د کابینې مشري پرغاړه لري. ددغه موافقه لیک پربنسټ، کابینه به له ولسمشر، د هغه له مرستیالانو، اجراییوي مشر، او د هغه له مرستیالانو، د ولسمشر او د وزیرانو له لوړپوړو سلاکارانو جوړېږي.

د "وزیرانو شورا" مشری به د اجراییوي مشر پرغاړه وي. د وزیرانو په شورا کې وزیران شامل دي. اجراییوي مشر به د کابینې "نورې" غونډې مخته بیايي.

د انځور حقوق UNAMA
Image caption د امریکا سفیر او د ملګرو ملتونو استازي هم دغه هوکړه لیک لاسلکی کړ

غبرګونونه

د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ترمنځ د "ملي یووالي حکومت" جوړولو لپاره د هوکړه لیک تر لاسلیکولو وروسته په کورنۍ او نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي.

حامد کرزی

په لومړي غبرګون کې ولسمشر حامد کرزي دواړو کاندیدانو ته مبارکي ویلې او له دواړو کاندیدانو یې غوښتي، چې د افغانانو هیلې پوره کړي.

ملګري ملتونه

بل خوا، د ملګرو ملتونو سازمان هم ددغې هوکړې هرکلی کړی او دا هوکړه یې د ثبات پر لور د هېواد د بېولو لپاره یو "مهم ګام" بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشر یان کوبیش، چې د دغه تړون په رامنځ ته کېدو یې منډې ترړې هم کړې، په یوه اعلامیه کې ویلي، "د تېرو میاشتو ناڅرګند حالت د افغانستان امنیت، اقتصاد او حکومت والۍ ته لوی زیان اړولی. د هېواد په خاطر، همدا د ملي یووالي د حکومت جوړولو د هوکړې ژر عملي کولو وخت دی."

ملګرو ملتونو ژمنه کړې، په افغانستان کې به د نوي حکومت ملاتړ ته ژمن پاتې شي.

ناټو

د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن په دې حساس وخت کې د تړون لاسلیکېدل د دواړو کاندیدانو د ژمنو پوره کولو په مانا بللي.

راسموسن له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله غوښتي، چې د خپلې ریښتینې همکارۍ د عملي کولو لپاره خپل مسؤولیتونه سرته ورسوي.

نوموړي د ټاکنیزو پایلو د ژر اعلانېدو، د نوي ولسمشر او د اجرایوي مشر د لوړې ترسره کېدو، او له امریکا او ناټو سره د همکارۍ او امنیتي تړون د ژر ترسره کېدو هیله ښودلې.

سپینه ماڼۍ

د امریکا سپینې ماڼۍ هم پخپل غبرګون کې د ټاکنیز کړکېچ د هواري او د ملي یووالي حکومت جوړېدو لپاره د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ ددغه هوکړه لیک لاسلیکېدل ستایلي دي.

له سپینې ماڼۍ په خپره شوې ویناپاڼه کې دغه هوکړه لیک د تېر ټاکنیز کړکېچ پای ته رسول ښودل شوي او د روښانه راتلونکي پر لور د باور ټینګېدو کې یې مهم بللی.

امریکا وايي، ددغه هوکړه لیک ملاتړ یې کړي، او له راتلونکې ادارې سره یې د ښېرازۍ لپاره د کار کولو چمتووالی ښودلی.

په اعلامیه کې پر ټولو افغان سیاستوال، عالمانو، د مدني ټولنې پر مشرانو او ټولو افغانانو ددغه هوکړه لیک د ملاتړ کولو غږ شوی دی.

سپینه ماڼۍ وايي، د ټاکنو د وروستۍ پایلې اعلانېدو، د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو ترسره کېدو، او د اجراییوي مشر د ټاکل کېدو په تمه ده.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې له افغانستان سره د همکارۍ د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیکېدا په تمه او په دغه هېواد کې د ثبات راتلو هیله لري.

بریتانیا

په کابل کې د د بریتانیا سفیر کنینګهام هم دواړو کاندیدانو ته د دغه تړون د لاسلیکولو په اړه مبارکي ورکړې ده.

د بریتانیا د سفارت له خوا په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، دواړو مشرانو د یوه داسې ګډ سیاست او یوه پیاوړي او قانوني حکومت رامنځ ته کول ژمنه کړې، چې ټول افغانان پکې خپل ځان ویني او سیاسي سیالي پر همکارۍ واوړي.

برتانوي سفیر ویلي، د راتلونکي حکومت په چوکاټ کې به د امنیتي ځواکونو، حکومتي بنسټونو او اقتصادي پرمختګ لپاره د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

اشرف غني احمدزی عبدالله عبدالله
د حکومتي چارو مسلکي او د نړیوال بانک مخکنی چارواکی. له طالبانو سره ازادې خبرې غواړي د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ضد خوځښت غړی. له طالبانو سره محتاطانه خبرې غواړي
سوېلي پښتون مېشتو ولایتونو کې نفوذ لري په شمالي تاجک مېشتو سیمو کې نفوذ لرونکی
عبدالرشید دوستم یې ملاتړی دی د دوستم مخالف او د بلخ د والي او شتمن عطا محمد نور ملاتړ ورسره دی
د ولسمشر حامد کرزي ورور، قیوم کرزي یې ملاتړ کړی د هزاره ګانو یو مشر محمد محقق یې هم ملا تړي
د احمد شاه مسعود ورور، احمد ضیاء مسعود ورسره ولاړ دی ګل اغا شیرزی ورسره ولاړ دی

ورته مطالب