"حکومت به سهامي شرکت نه وي"

د افغانستان نوي ټاکل شوي ولسمشر اشرف غني احمدزي نن (دوشنبه، سپتمبر ۲۲مه) د ولسمشر په توګه په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې حکومت به یې ولس ته ځواب ورکونکی وي او دغه حکومت به سهامي شرکت نه وي.

نوموړي وویل دا چې واک د خلکو د رایو پر بنسټ د یوه ټاکل شوي ولسمشر نه بل ته انتقالېږي ټول افغان ولس ته د ویاړ خبره ده.

هغه وویل: "سیاسي مسایل سیاسي حل لاره غواړي، په ټوپک، په تورې نه حل کېږي. د افغانستان ثبات تر ټولو مهمه مسله ده".

نوي ټاکل شوي ولسمشر همدا ډول وویل چې حکومت به یې ولس ته ځواب ورکونکي وي ځکه چې د ملت په ارادې او رایو جوړ شوی دی.

ښاغلي احمدزي وویل چې د ملي یووالي حکومت، د عبدالله عبدالله په ګډون، به هر افغان ته مسول وي.

خو دا یې هم زیاته کړه چې د ملي یووالي حکومت موخه دا ده چې په افغانستان کې ټول موازي حکومتونه له منځه ولاړ شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې حکومت کې به د دندو او واک د ویش پر بنسټ نه بلکې د مسولیتونو د ویش پر اساس جوړېږي.

ښاغلي احمدزي ژمنه وکړه چې په هرو شپږو میاشتو کې به ولس ته د اساسي قانون د پلي کېدو راپور ورکوي.

د دې تر څنګ یې په ټاکنو کې د ښځو د فعالې ونډې یادونه هم وکړه او افغان ښځو ته یې د درناوي او حقونو په ځای کولو ډاډ ورکړ.

هغه همدا راز د افغان کډوالو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې حکومت باید د ټولو کډوالو بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو زمینه برابره کړي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه په ټاکنو کې د ولس بې ساری او پراخ ګډون دا ښيي چې افغانستان کې نور خاموشه اکثریت نه شته او افغانان ژوندی ولس دی.

ده همدا راز د افغانانو د صبر یادونه وکړه چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې په ډېرې حوصلې د ټاکنو پایلو ته انتظار وویست.

ورته مطالب