غزني کې د څو ولسواليو لارې بندې شوې

د افغانستان مرکزي غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، ددغه ولایت د ځینو ولسوالیو مسافر شکایت لري چې طالبانو د دوی د تګ راتګ لارې بندې کړې دي.

د غزني د والي مرستیال محمد علی احمدي بي بي سي ته وویل، د هغو معلوماتو په بنسټ چې دوی د ناور، جغتو، قره باغ، مالستان، اجرستان او جاغوري ولسوالیو له مسافرو څخه تر لاسه کړي وايي، د لارو په اوږدو کې وسلوالې ډلې د دوی موټرونه دروي.

نوموړي زیاته کړه دغه ډلې موټرچلوونکو ته ګواښونه کوي چې په دغو لارو کې تګ را تګ بند کړي او که نه موټرو ته به يې اور ورواچول شي او کیدای شي د دوی د مرګ لامل هم شي.

دوی وايي، له تیرې پنجشنبې ورځې راهیسې يې لارې د وسلوالو مخالفانو له خوا بندې شوې دي.

هغوی وايي، دا چې د ناور، مالستان جغتو، قره باغ او اجرستان ولسوالیو ته يې غځېدلې لارې بندې شوې او دوی له زیاتو ستونزو سره مخامخ شوي او نه شي کولای په اسانۍ سره ښار ته راشي ناروغان راولي یا څه واخلي او یا هم وپلوري.

د یادو ولسوالیو په لارو موټر چلونکي هم د لارې له بندیدو سرټکوي دوی وايي، موټرونه يې په غزني ښار کې ولاړ دي او دوی نه شي کولای چې اوس په ډاډ سره خپلو سیمو ته سفر وکړي. هغوی وايي، په لاره کې طالبان ولاړ وي خلک ګوري او غره ته يې ورسره خیژوي.

د ناور ولسوالۍ اوسیدونکي هم ورته ستونزې بیانوي او وايي، په لاره کې د دولت وسله وال مخالفین ولاړ وي او هم يې په لاره کې ماینونه ایښي هغوی وايي، دا اوس يې هم دوه تنه ځوانان له ځان سره بیولي او برخلیک یې هم معلوم نه دی.

په عین حال کې د غزني د والي مرستیال محمدعلي احمدي بیا وايي، د لارې له بندیدو خبر شوی، اوس دوی د لارو د ساتنې په اړه په یو لړ اقداماتو لاس پورې کوي او هڅه يي داده چې له مخالفانو سره سخت چلند وشي هغه وايي، د لاښه خوندیتوب په مقصد په پلان کې لري چې د لارو په اوږدوکې به امنیتي پوستې جوړې کړي.

دغزني ناامنیو او د دولت د وسلوالو مخالفینو خلک له ګڼو اندیښنو سره مخامخ کړي. ډیری هغه وګړي چې مالی توان لري اوس هڅه کوي له غزني ښاره ځانونه وباسي. دچارو د شنونکو په اند که چیرته حکومت لاس په کار نه شي دا ویره شته چې ځینې ولسوالۍ به يې له ګوتو ووځي.

ورته مطالب