امریکا کې ۳ افغان سرتېري ورک شوي

د انځور حقوق Reuters

د امریکا له متحدو ایالتونو رپوټونه وايي، په ماساچوسټس ایالت کې هغه درې افغان سرتېري تري تم شوي، چې د کلنۍ پوځي روزنې لپاره هلته تللي وو.

امریکايي چارواکو ویلي، ددغو سرتېرو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

دغه سرتېري د یاد ایالت له کیپ کوډ ګډې پوځي اډې آلونیه شوي.

په وروستي ځل دغه سرتېري په تېره یکشنبې د خرڅلاو په یوه بازار کې لیدل شوي، خو د امریکايي پوځي چارواکو په وینا، باور نه کېږي چې دوی دې خلکو ته خطر پېښ کړي.

دغو سرتېرو په هغې یوې اونیزې پوځي روزنې کې ګډون درلود، چې د شپږو هېوادونو پوځيان پکې شامل وو.

د پوځي روزنې هدف ددغو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا په ګوته شوې.

د ورکو شویو افغان سرتېرو نومونه جان محمد آرش، محمد ناصر عسکر زاده او نورالله امینیار ښودل شوي.

د ماساچوسټس ایالت د ملي پوځيانو د پوځي ډلې ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، درې واړه سرتېري د ۱۵ کسیزې افغان پوځي ډلې غړي دي.

تر اوسه افغان حکومت په دې اړه له کوم غبرګون ښودلو په څنګ تېر شوی.

ورته مطالب