له امریکا تښتېدلي افغان سرتېري د کاناډا پر پوله نیول شوي

د انځور حقوق
Image caption دا لومړى ځل نه دى چې په رسمي سفرونو کې یو شمیر افغان پوځیان له بهرنیو هیوادونو بیرته خپل هیواد ته نه ستنیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت د امریکا په ماساچوسټ ایالت کې د خپلو درو سرتېرو نادرکه کېدل ومنل، دوی هغه افسران دي چې د روزنې لپاره هلته تللي وو.

دغه افسران د امریکا او کاناډا پر پوله نیول شوي.

دغه درې افسران جان محمد آرش، محمد ناصر عسکر زاده او نورالله امینیار نومیږي چې د تېرې شنبې پر ورځ ظاهراً د سود سودا اخيستلو په نيت له پوځي مرکزه وتلي وو او تېره ورځ د کاناډایي ځواکونو له خوا د امریکا او کاناډا پر ګډې پولې ونیول شول.

دغو افسرانو په هغې پوځي روزنې کې برخه لرله چې د امریکا په ماساچوست ایالت کې د یوې اونۍ لپاره ورته زده کړې کېدې، د دوی سره په دغو زده کړو کې د شپږو نورو هېوادونو پوځیانو هم زده کړې کولې.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وايي، د دغو دریو افسرانو د تېښتې او نیول کېدو په اړه له رسنیو خبر شوی، خو هغه دا مني چې دغه درې سره کسان د دفاع وزارت افسران دي:

''د دې پوځیانو د تېښتې او نیول کېدو په تړاو موږ له رسنیو واورېدل. موږ دا منو دا درې کسان چې نیول شوي د دفاع وزات پوځیان دي. خو تر دې دمه دا نه منو او نه یې ردو چې دوی پناه غوښتونکي دي که څنګه؛ ځکه چې زموږ لوړو سرچینو په دې هکله څه نه دي ویلي. د افغانستان غوښتنه دا ده چې دوی افغانستان ته راولېږدول شي. که چېرته راستانه شي، دوی به له پوځي قانون سره سم چلند ورسره وکړي.''

Image caption ظاهر عظیمي وايي، افغانستان له کاناډا دغه درې سرتېري غواړي.

ښاغلي عظیمي دا یادونه هم وکړه چې د کاناډا حکومت یې غوښتي چې دغه افسران افغانستان ته ستانه کړي، خو نوموړی وايي چې دوی د نورو هیوادونو قوانینو ته درناوی کوي.

دا لومړى ځل نه دى چې په رسمي سفرونو کې یو شمیر افغان پوځیان له بهرنیو هیوادونو بیرته خپل هیواد ته نه ستنیږي.

د روان سپتمبر په لومړیو کې هم دوه تنه افغان پولیس افسران د واشنګټن په جورج ټاون کې تري تم شوي وو، چې تر څو ورځو پلټنو وروسته ونیول شول.

دغه سرتېري د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې ادارې له یوه رزونیز پروګرام سره کار کاوه.

تېره میاشت هم د افغانستان د دفاع وزارت هغه ډګروال چې په پام کې و ناټو په سرمشریزه کې چې د بریتانیا د ویلز په ښار کې جوړه شوې وه، د افغانستان بیرغ ولېږدوي، خو نوموړي لندن ته له رسېدو سره سم په هوايي ډګر کې د لندن پولیسو ته ځان تسلیم او د پناه غوښتنه یې وکړه.

ورته مطالب