د غزني محبس ځینو بندیانو خولې ګنډلې

Image caption د غزني په محبس کې شاوخوا پینځه سوه سیاسي او په جنايي جرمونو نیول شوي بندیان پراته دي.

د غزني د والي ویاند ننګ ساپی وايي، والي له هغو بندیانو سره وکتل، چې خپلې خولې یې ګنډلې او ژمنه یې ورسره وکړه، چې دوسیې به یې ژر د عدلي او قضايي ادارو له خوا وڅېړل شي:

''له بندیانو سره له نژدې خبرې شوې دي، خو هغوی دواړه پښې په یوه موزه کې کړي. مخکې له دې چې عدلي ارګانونه پرېکړه وکړې، پینځه ویشتو تنو يې خولې ګنډلې او اعتصاب يې کړی. ددې ټولو ددوسیو څېړل د یوې ورځې کار نه دی.''

پر همدې مهال په غزني کې د استیناف د څارنوالۍ مشر عبدالرشید عابد وايي، زندانیانو له دې امله خولې ګنډلې چې له محبسه د باندې ورته د طالبانو له خوا هدایت شوی.

هغه وايي، د دوی په دوسیو غور روان دی، خو دوی د عدلي ارګانونو بدنامولو په مقصد د خولو په ګنډلو لاس پورې کړی:

''تاسو ته معلومه ده چې د کوچني اختر په مناسبت د ولسمشرۍ په دغه فرمان کې له معمول سره سم یوشمېر بندیان خوشي او د یو شمېر نورو د بند موده کمه شوه. دلته د یوشمېر بندیانو ددوسیو د څېړلو له قانون سره سم اجرآت نه وو شوی او ددوی دوسیې باید په څه د پاسه لسو میاشتو کې له پړاوونو تېرې شوې وای چې زیات وخت يې نیولی وو. اوس مو په دري پینځوسو دوسیو کار پیل کړی او ژر به يې کارونه د موظف کمیسیون له خوا بشپړ شي. دا هم باید ووایم په دغو کسانو کې داسې کسان هم شته چې په اړه يې یوازې لومړنۍ محکمې پرېکړه کړې خو اوس یې په اعتصاب کې برخه اخیستي ده.''

د انځور حقوق
Image caption په غزني کې د استیناف د څارنوالۍ مشر عبدالرشید عابد بیا وايي، زندانیانو له دې امله خولې ګنډلې چې له محبسه د باندې ورته د طالبانو له خوا هدایت شوی.

د غزني په زندان کې شو شمېر بندیانو له دې کبله د خپلو خولو د ګڼدلو ادعا کړې وه، چې ګني دوسیې یې د اړوندو ادارو له خوا نه څېړل کېږي.

هغوی ادعا کوي ډیری داسې زندانیان شته چې د بند موده يې پوره شوې، خو لاهم له زندانه نه دي خوشي شوي.

د غزني په محبس کې شاوخوا پینځه سوه سیاسي او په جنايي جرمونو نیول شوي بندیان پراته دي.

ددغه محبس د خونو شمېر کم دی، چې ددومره بندیانو ساتل هم په کمو خونو کې هم له روغتیايي پلوه بله هغه ستونزه ده چې بندیان ورسره مخامخ دی.

د زندان چارواکي هم مني اوس مهال په هغو خونو کې چې باید اته کسه واوسېږي، تر شلو ډېر بندیان پکې پراته دي.

ورته مطالب