نوا: هر ورځ پر یوې ښځې یا ماشوم جنسي تېری شوی

Image caption څېړنه کې راغلي چې ۴۰ جنسي تېري د کورنۍ د غړو له خوا ترسره شوې دي.

د نوي افغانستان د ښځو بنسټ (نوا) وايي په هېواد کې په تېرو شپږو میاشتو کې د جنسي تېري ۲۴۵ پېښې یا په بله مانا هر ورځ لږ تر لږه یوه پېښه ثبته شوې ده.

د ښځو چارو وزارت په مرستې تر سره شوې دغه څېړنه ښيي چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېريو کچه لوړه شوې ده.

څېړنه په ډاګه کوي چې د افغانستان په کندوز، تخار، جوزجان، هرات، بلخ او سرپل ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې جنسي تېري ډېر شوي دي.

څیړنه ښيي چې د جنسي تېري ډېری پېښې د زورواکانو او نامسؤولو وسلوالو له خوا تر سره کېږي.

په دغه څېړنه کې له دوه زره کسانو سره د پوښتنو په بڼه د روان کال د جنورۍ له میاشتې تر جون پورې مرکې تر سره شوې دي.

د ښځو چارو وزارت دغه څېړنه مني او وایي چې د ۲۴۵ جنسي پېښو له ډلې یوازې اته یې په رسمي بڼه له دغه وزارت سره ثبت شوي دي.

څېړنه کې راغلي چې ۴۰ جنسي تېري د کورنۍ د غړو له خوا ترسره شوې دي.

۶۵ نورې د جنسي تېریو پېښې د ۶ میاشتو نه تر ۱۳ کلنو ماشومانو پر وړاندې ترسره شوي دي.

په دغو پېښو کې ۲۵ ماشومان هم مهاله مړه شوي یا هم وژل شوي او ډېر شمېر یې وروسته مړه شوي دي.

په افغانستان کې د جنسي تېریو ډېری پېښې د دې لپاره پټې ساتل کېږي چې د زیانمنو کورنیو نوم بد نه شي.‎

ډېرې کمې پېښې عدلي او قضایي ادارو ته وړاندې کېږي او ډېرو عاملینو ته یې سزا نه ورکول کېږي.

ورته مطالب