افغان ځوان ته د زړورتیا نړيواله جايزه ورکړل شوه

د انځور حقوق b
Image caption ښاغلي اتل خپل ماشومتوب د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې تیر کړی

هغه افغان ځوان چې دا مهال د امريکې په متحده ايالاتو کې دماسټرۍ زده کړې کوي د ملګرو ملتونو له خوا یې د شجاعت نړيواله جايزه وګټله.

دغه زلمی چې ننګيالى اتل نومیږي د پوهنې په ډګر کې یې د پرلپسې مبارزې، پوهنيز پرمختګ او د نجونو د زده کړې لپاره د زمینې د برابرولو له امله د دغې جایزې وړ ګڼل شوی.

ښاغلي اتل ته دغه جایزه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ځوانانو د عمومي اسامبلې په غونډه کې ورکړل شوه.

د انګليستان پخواني لومړي وزیر او د ملګرو ملتونو د پوهنې د برخې ځانګړې استازي ګورډن براون د ننګيالي اتل ستاینه وکړه.

ننګيالي اتل د جایزې ترلاسه کولو ورسته د يوه کليوال افغان په توګه د شجاعت نړيوالې جايزې ګټل د ټولې نړۍ د زده کوونکو او په ځانګړې توګه افغان زده کوونکو ګډ وياړ وباله او د يادې جايزې ګټل يې د خپل هېواد او کورنۍ لپاره يوه ستره معنوي لاسته راوړنه ياده کړه.

هغه افغانان ځوانان وهڅول چې د ټوپک پر ځای قلم ته لاس کړي او د نړۍ له نورو ځوانانو سره د سالمې سیالۍ ډګر ته ودانګي.

د انځور حقوق b
Image caption اتل په یوې بزګرې کورنۍ کې رالوی شوی دی

ښاغلي اتل ته دغه جایزه د نلسن مانديلا د ميرمنې ګراسا ماشيل، د ځوانانو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي احمد رافع الهنداوي او د ګورډن براون له خوا وروسپارله شوه او هغه یې له امله ټولو افغانانو ته مبارکي وويله.

د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون هم د ويډيويي کنفرانس له لارې غونډې ته خبرې وکړې او په ټوله نړۍ کې يې د پوهنې پر پرمختګ او د نجونو پر زده کړې ټينګار وکړ.

ښاغلي اتل خپل ماشومتوب د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې تیر کړی او اوس د امریکې د کلفورنیا ایالت په سانفرانسیسکو ښار کې د بشري سرچینو په برخه کې د ماسترۍ په زده کړو بوخت دی.

اتل په یوې بزګرې کورنۍ کې رالوی شوی دی.

هغه په ۲۰۰۲ کال کې په خپله سیمه کې ښونځی پرانیست او په خپله یې د ښونکي په توګه نجونو ته زدکړې ورکولې.

ورته مطالب