د غزني د استیناف څارنوالۍ د تحقیق مشر وژل شوی
تېر ماښام ناوخته د غزني د استیناف د څارنوالۍ د تحقیق د مشر مړی د دغه ښار په شاوخوا سیمه کې وموندل شو.
بل خوا د دغه ولایت د ترانسپورت مشر احمدولي تری تم شوی.
وړاندې د دغه ولایت د حج او اوقافو ریس فضل احمد قاضي زاده او د غزني د څارنوالۍ کارکونکی شیرخان افغان پال د وسله والو لخوا وژل شوي وو.
د غزني د استیناف د څارنوالۍ مشر باز محمد عابد وايي:"له تېرو دوو ورځو راهیسې د غزني د استیناف څارنوالۍ د تحقیق مشر ضبطو خان لادرکه شوی و."
عابد زیاتوي: "څارنوال ضبطو خان چې له کابو لسو کالو راهیسې د غزني په څارنوالۍ کې کار کاوه، او خپل کور ته د تګ پرمهال د وسلوالو لخوا تښتول شوی و."
عابد وايي، د قومي مشرانو په مټ یې د هغه د ژغورلو لپاره هڅې وکړې، خو پایله يې نه لرله.
ضبطو خان د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی و.
د ده مړی چې په ګولیو ویشتل شوی و، تېر ماښام یې مړی د غزني ښار اړوند د کلات په کلي کې وموندل شو.
بل خوا د غزني د والي ویاند ننګ ساپی وايي، له دوو ورځو راهیسې د غزني د ترانسپورت مشر احمد ولي د غزني ښار له منځه ماښام مهال د ناپیژاندو کسانو له لورې تښتول شوی.
ننګ وايي،که څه هم د احمد ولي د څرک لګولو لپاره د کشفي ادارو او همدا ډول د قومي مشرانو له لوري هڅې روانې دي، خو له ډېرو هڅو سره سره لا هم د نوموړي ځای ځایګی نه دی په ډاګه شوی.
تراوسه د نومړي د تښتونې پړه چا نه ده منلې. له دې وړاندې هم د غزني د حج او اوقافو ریس لومړی وتښتول شو او بیا یې په میدان وردګو کې مړی وموندل شو.
همدا څه موده وړاندې هم د غزني د څارنوالۍ کارکونکی شیرخان افغان پال هم په غزني ښار کې د وسلوالو له لوري ووژل شو. بله غاړه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې (سپتمبر ۲۵) د ملي اردو یو سرتېری په غزني ښار کې د وسلوالو لخوا په بې غږه تومانجه ووژل شو.
په وروستیو کې غزني کې د وژنو پېښې ډېرې شوې، چې ددغه ولایت اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.
د دې اونۍ په لومړیو کې د وسلوالو لخوا د غزني د څو ولسوالیو د لارو د بندېدو خبر ورکړل شوی و.
همدارنګه، د دې میاشتې په لومړیو کې د غزني ښار کې یوه ستره چاودنه شوې وه چې ډېر ځاني او مالي زیانونه یې اړولي وو.
د غزني ناامنیو او د دولت د وسلوالو مخالفینو خلک له ګڼو اندیښنو سره مخامخ کړي.
ډیری هغه وګړي چې مالي توان لري اوس هڅه کوي له غزني ښاره پښې سپکې کړي.
د چارو د شنونکو په اند که چېرې حکومت لاس په کار نه شي، دا وېره شته چې د دغه ولایت ځینې ولسوالۍ به يې له ګوتو ووځي.