ټاکنو کمېسیون نوي ولسمشر ته باور لیک ورکړ

Image caption ښاغلي غني د ملي یووالي حکومت د خلکو په رایو جوړ حکومت وباله

د افغانستان نوي ټاکل شوي ولسمشر د ټاکنو له کمېسیون نه د باور لیک د ترلاسه کولو پر مهال په حکومتي سیستم او ټاکنو کې سمون را وستل د خپل کار له لومړیتوبونو څخه وګڼل. د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د قانون له مخې د ټاکنو ګټونکي ته د لوړې له مراسمو وړاندې باور لیک ورکوي.

د دغه کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني نن (جمعه، سپتمبر ۲۶ مه) اشرف غني احمدزي ته د نوي ولسمشر په توګه باور لیک ور کړ. سره له دې چې ښاغلي نورستاني د اشرف غني د رایو د شمېر يادونه ونه کړه خو په باور لیک کې د ښاغلي غني رایې ۵۵،۲۷ سلنه ښودل شوې دي.

ښاغلي غني ټاکنو کې لوړو ژورو ته په اشارې وویل:

"د نړۍ نورو خلکو ته په ټاکنو کې برخه اخیستل ډیر ستونزمن ځکه نه وي چې یوه ورځ په لیکه کې درېږي او ۲۴ ساعته وروسته پایله تر لاسه کوي".

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې په ټاکنو کې ګډون د سر په بیه لویږي.

ټاکل شوي ولسمشر غني په ټاکنو کې وژل شویو او ټپي شویو کسانو ته د درناوي ترڅنګ وویل چې د ولس د هر ټپ دارو به کوي.

نوموړي د ټاکنیز سیستم د سمون او په تېرو څو میاشتو کې د ټاکنو له امله راپورته شویو ناندریو ته په اشارې وویل:

"باید تېر هېر کړو او د راتلونکې لپاره داسې رڼې ټاکنې ولرو چې د شک هېڅ ځای په کې نه وي".

ښاغلي غني د ملي یووالي حکومت د واک ویش نه بلکې د دندو ویش وباله او ویې ویل د وړتیاو له مخې به کار کوي.

نوموړي پر سوداګرو غږ وکړ چې په افغانستان کې ‌ډیره پانګونه وکړي او وې ویل، افغانستان لا د نړۍ له پامه نه دی غورځېدلی.

د انځور حقوق b
Image caption ښاغلي غني د ملي یووالي حکومت د واک ویش نه بلکې د دندو ویش وباله

ښاغلي غني د ملي یووالي حکومت د خلکو په رایو جوړ حکومت وباله او وې ویل، دی او ډاکټر عبدالله به په ګډه د ولس هیلې پوره کوي. د ټاکنو د کمېسیون مشر د پایلو د ځنډیدو له امله له خلکو بښنه وغوښته او وې ویل تر هغه به په ټاکنو کې د ټګۍ برګۍ تورونه لرې نه شي چې د وګړو کره شمېر د هغوی نوم لړ او برېښنايي تذکرې ونه ویشل شي.

ښاغلي غني د کمېسیون له لوري ورکړل شوی باورلیک د ولس د ارادې ښکارندوی وباله او وې ویل، سند وړوکی دی خو د ده د ټول عمر ویاړ دی.

هغه وویل، موږ ولس ته مسوول یو او ولس سوله، ارامي، عدالت او د قانون پلي کېدل غواړي.

نوي ولسمشر تلونکي ولسمشر حامد کرزی له دې امله وستايه چې د افغانستان په تاریخ کې یې په لومړي وار په سوله ییز ډول واک د ولس د ارادې پر بنسټ پرې ښود او هغه یې خپل مشر یاد کړ.

ورته مطالب